داعش د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړی کیږي او لوی ګواښونه رامنځته کوي. د دې ډلې مطلوبو ټولنو تر اوسه ډېرې قربانۍ ورکړي دي او داسې ښکاري چې نورې ډېرې قربانۍ به ورکړي. له هغه وخت راهیسې چې داعش په سوریې او عراق کې د نړیوال ایتلاف له خوا مات شو، د دغې ډلې خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله شوه. له هغه وخت وروسته، وخت ناوخته د داعش همدا څانګه په افغانستان کې پر خپلو اهدافو بریدونه کوي. په سیمه کې د پېښو تګلوري دغې ډلې ته ګټه رسولې او د پیاوړتیا لامل یې شوی دی. یوه له دغو سترو پیښو د یوې ترهګرې ډلې لاس ته د افغان حکومت لوېدل دي. ډیموکراټیک افغانستان د نړیوالې فضا د بدلون له امله د یوې داسې ډلې لاس ته لوېدلی، چې له داعش ډلې سره ډېر ورته والی لري. له بلې خوا د طالبانو ډله چې دا مهال یې افغانستان په ولکه کې دی، د داعش له ګواښ سره د مقابلې لپاره کافي پلانونه او وړتیاوې نه لري، په داسې حال کې چې له داعش سره د دغې ډلې د ناراضي جنګیالیو د یو ځای کېدو احتمال تل شته. نو داعش چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له امله مورال اخیستې او د وروستیو سیاسي پیښو په پایله کې پیاوړی شوی او موخې یې لوړې شوې او له پولې هاخوا بریدونه کوي. اوس باید د دې ډلې د راتلونکو فعالیتونو په تړاو اندېښمن شو.
داعش خراسان افغانستان د خپلو فعالیتونو مرکز ګرځولی دی. په هغې سیمه کې چې دا ډله یې خراسان ګڼي، د پاکستان او ایران هېوادونه هم شامل دي. له همدې امله د داعش خراسان څانګه په دغو درېیو هیوادونو کې له حکومتونو سره جګړه خپل ماموریت ګڼي. خو څه شي د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شوي چې خپل مطلوب هیوادونه دومره ناامنه کړي؟ د داعش پياوړي کېدل د دې ډلې د راڅرګندېدو په څېر، له یو بل سره د ډېرو تړلو عواملو معلول دي.
یو له دغو عواملو په افغانستان کې پر داعش د بریدونو کموالی دی. دغه ډله چې په عراق او سوريه کې د داعش د اصلي هستې له ماتې وروسته له زیاتو لوړو او ژورو سره مخ شوې ده، په افغانستان کې هم څو ځلي د جمهوري دولت له خوا وځپل شوه. د دې ډلې مشران په څو مواردو کې د جمهوري نظام د دولت له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي. د داعش ډلې د دغې څانګې د مشر وژل کېدو د څه مودې لپاره هغه کمزورې کوله، ځکه دا ډلې په خپلو مشرانو پورې تړلې دي او په سخت دریځو ډلو لکه داعش او طالبانو کې د هرڅه واک له مشر سره وي. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې د مېشت رژیم له خوا پر دغې ډلې ډېر بریدونه نه دي شوي. سره له دې چې طالبان د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي، خو په عمل کې یې له دغې ډلې سره د پاموړ مبارزه نه ده کړې. تر همدې وروستیو وختونو پورې طالبانو په افغانستان کې د داعش له موجودیته نټه کوله چې په دې صورت کې د یوې داسې ډلې پر وړاندې جګړه اړینه نه ګڼل کیږي چې عملاً موجودیت ونه لري. عیني واقعیت بل څه دی؛ دا چې داعش شته او په پیاوړتیا سره خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې د دغې ډلې د بریدونو څپه د طالبانو د رژیم پر مهال د دغې ډلې د حضور او شتوالي تر ټولو مهم دلیل دی. اوس چې د طالبانو وياندويان ورو ورو په افغانستان کې د داعش پر حضور اعتراف کوي، بیایې هم ګواښونه جدي نه ګڼي. له همدې امله د طالبانو د رژیم په دوه نیمو کلونو کې د داعش پر ضد پراخ عملیات نه دي ترسره شوي.
د هغه څه اپوټه چې طالبان یې په خپلو خبرو کې ادعا کوي، په عمل کې یې په هر دلیل چې وي، د داعش ډلې د ځپلو لپاره ډېره لېوالتیا نه ده ښودلې. نو د طالبانو د ډلې غفلت او ناغيړي یا شعوري سیاستونو په مستقیمه توګه د داعش ډلې له پیاوړتیا سره مرسته کړې ده، په داسې حال کې چې پر افغانستان د دغې ډلې ولکې په غیر مستقیمه توګه داعش ته د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره اړین مورال او پر ځان باور ورکړی دی. موږ په پنجشیر، تخار او نورو ځایونو کې د ملي مقاومت د جبهې د ځپلو په موخه د طالبانو پراخ عملیات لیدلي دي، خو د طالبانو له خوا د نړیوال ګواښ په توګه د داعش پر وړاندې هېڅکله داسې عملیات نه دي لیدل شوي. له بلې خوا د طالبانو ډلې چې پر افغانستان په واکمنېدو سره یې د زندانونو دروازې پرانیستې او د داعش د بندیانو په خوشي کولو سره یې دغه ډله په عملی توګه پیاوړې کړې، د داعشي عناصرو د نیولو اقدام هم نه کړی. نو د طالبانو په لاس د جمهوریت نسکوریدو داعش ته د بیا سر راپورته کولو او ځان پیاوړي کولو فرصت ورکړ.
بل عامل چې په افغانستان او سیمه کې د داعش د پیاوړتیا لامل شوی، د سیمې عمومي وضعیت او نړیوال سیاست دی. نړۍ د داعش خراسان ډله دومره پیاوړې نه ګڼي چې د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات وکړي. نو ختيځ او لوېديځ د دې ډلې د ځواک په مرکز (افغانستان) کې د هغې پر وړاندې د مبارزې مسووليت يوې ورته ډلې ته سپارلی او له ميدانه بهر ولاړ دي. سیمې او نړۍ ناسمه محاسبه کړې چې یوه ترهګره ډله کولای شي بله ترهګره ډله له منځه یوسي. په دې مانا چې دوی ترهګر د ښه او بد په دوو برخو ویشلي او تصور کوي چې له ښو ترهګرو سره په همکارۍ سره له بدو ترهګرو سره مبارزه ممکنه ده. د دوی په وینا، ښه ترهګر د طالبانو ډله ده او بد ترهګر د داعش ډله ده. دوه نیم کاله د دې تګلارې تعقیبولو چې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو د نږدېوالي یو عامل ګڼل کیږي، تر اوسه اپوټه پایله ورکړې ده. عملا له دوو کلونو او نږدې اوو میاشتو وروسته، نړۍ د داعش پیچلي او لوی بریدونه زغمي او د دې ډلې له ګواښونو سره لاس او ګرېوان ده. دا بریدونه له کندز، کابل او کندهاره تر کرمان او مسکو پورې پراخ شوي دي. اوس د دغې ډلې له خوا په افغانستان کې د ایران، هند او چین پر سفارتونو د بریدونو ګواښ شوی دی.
په واقعیت کې د داعش د ګواښونو د کچې زیاتوالی لومړی پر افغانستان د طالبانو د کنټرول او بیا پر دغې ډلې د ځینو هېوادونو د باور پایله ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون د معتبرو نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ایران نا امنه کېدل او په پاکستان کې د ناامنیو زیاتوالی د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا ښکارندويي کوي. داعش خراسان چې په افغانستان او ایران کې یې بریدونه کړي، په افغانستان کې د خپلې قوماندې او عملیاتو مرکز لري. د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډله چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د پاکستان د حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي، په واقعیت کې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او په ښکاره یې افغان طالبان ملاتړ کوي. د راپورونو له مخې، القاعده شبکه په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې پیاوړې شوې او ځان یې بیا جوړ کړی دی. په داسې فضا کې داعش خراسان خپله ونډه اخیستې او د ځان پر پیاوړي کولو بریالی شوی دی. اوس له څو کلونو وروسته، داعش توانیدلی چې د پوتین او ملا هبت الله غوږونو ته نږدې پیچلي بریدونه ترسره کړي.
خو د داعش د بریدونو زیاتوالي تر اوسه د ترهګرۍ د مسألې په تړاو په نړیواله او سیمه ییزه تګلاره کې بدلون نه دی راوستی. سره له دې چې په سیمه کې سیاستوال د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښونه ویني، خو په هر دلیل چې وي، له طالبانو سره یې خپل تعامل ته چې د ترهګرۍ د پیاوړتیا یو عامل دي، دوام ورکړی دی. داسې نه ښکاري چې دا تګلاره به ژر بدله شي. نو د سیمې او هیواد خلک د نړۍ او سیمې د سیاستوالو د ناسمو پرېکړو بیه د خپل ژوند په بدل کې پرې کوي. د اوسني نړیوال او سیمه ییز سیاست د دوام په پایله کې به ترهګري د داعش یا نورو ډلو په بڼه زموږ په سیمه کې له عامو خلکو قرباني واخلي. خو د طالبانو په بڼه کې د دې ډلې اقدامات او د ښځو د سنګسارولو، په عام محضر کې په درو وهلو او د قصاص او حد جاري کولو په تړاو د ملا هبت الله وروستي څرګندونې له خلکو د قرباني اخیستو ښکاره بېلګې دي.