۸صبح، غور: د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس هالند او سویډن کې د قران کریم د سوځولو پروړاندې د غبرګون لپاره په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي، چې د دغه ولایت خلک د ځانمرګي بریدونو ترسره کولو ته چمتو دي.
د قران کریم د سوځولو پروړاندې اعتراضونو جمعه ماسپښین د سلواغې پر اوومه نېټه د طالبانو په مدیریت د غور په مرکز کې ترسره شوي وو.
په دغو اعتراضونو کې یو شمېر ګډونوال وايي، چې غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی زغیم د اعتراض کوونکو په منځ کې ویلي: «د غور خلک د کفارو پروړاندې د ځانمرګي بریدونو ترسره کولو ته چمتو دي.»
په همدې حال کې غور لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي عبدالقدیر عکاشه دغې ډلې ته د هغو دوو سویډني او هالنډي سیاستوالو د تسلیمولو غوښتنه کړې، چې قران کریم ته یې سپکاوی کړی دی.
عکاشه خبرداری ورکړی، چې که ورته تسلیم نه شي د دغو دوو هېوادونو ګټې به د مسلمانانو له خوا له خطر مخ شي.
د ویلو ده، چې طالبانو تېره ورځ په یو شمېر ولایتونو کې خلک په لاریونونو کې ګډون ته اړ ایستلي وو. په همدې حال کې باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي وو، چې په ټول هېواد کې میلیونونو تنو په دغو اعتراضونو کې ګډون کړی دی.





