د ښار په څلورلارې کې سلګونه ځوانان د کار لپاره راغونډ شوي وو، چې څوک یې بوځي او ټوله ورځ یې ونښیځي او بېګاه ته د ده او د ده د بچو د وچې ډوډۍ پیسې په لاس کې ورکړي، دوی ته یې مزدورکار ویل، هر مزدور کار ته به چې چا د کار وویل، ورمنډه به یې کړه… دې نورو به هغه بختور وګاڼه.
مرید ببرسري ته وویل :
د دې ښار ټولو حاکمانو د ( خپلواکۍ ) نارې وهلې، خو د دوی له برکته ټول ښاریان په مزدورۍ پسې راوتلي دي. د دې ښاریانو په ادبیاتو کې ( مزدوري) بد نوم نه و؟
ببرسري کټ کټ وخندل :
ټول حاکمان هغه څه چې وايي، دهغه پرضد کړنې کوي. ځینو ویل : له فرد څخه د فرد استثمار به ورک کړو، اوس ټول ښاریان په دې پسې ځان وژني، چې څوک یې استثمار کړي. دلته لویه نېکمرغي دا ده، چې ښاریان د چا لپاره استثمار شي.
بل ویل: خلک خپلواکي ته رسوم ! راغی او ولس یې د لوږې غلام کړ.
پوه شه، چې (ولږه) ( مزدوري ) زیږوي.
په دې څلورلارې کې راټول شوي خلک خپله یوه ورځ خپلواکي د دې لپاره پلوري، چې د خپلو بچو ګېډې مړې کړي.
دلته بدمرغي دا نه ده، چې خلک خپله خپلواکي پلوري، تر دې لویه بدمرغي دا ده چې څوک نه پیدا کیږي چې د دوی ( خپلواکي ) ورڅخه وپیري.
دا ولږه ده، چې له ( کارګر) څخه ( مزدور) جوړوي. د کارګر او مزدور توپیر دا دی، چې کارګر حقوقي شخصیت لري او مزدور یې نه لري، مزدور ( اسباب ) دی او اسباب خو شخصیت او خپلواکي نه شي درلودلای. ښاریان په کار پسې نه دي راوتلي، دوی مزدوري غواړي. کارګر ته د کار خاوند ورځي او مزدورکار په کاروالا پسې ګرځي.
سیاستوالو د مزدورانو د خپلواکۍ دروغجنې چیغې ووهلې، خو د مزدورانو د ګېډو د مړولو په اړه یې هېڅ ونه ویل، د دې ښار سیاستوالو ( ولږه ) نه پېژندله، دوی د ( ولږې ) د پېژندلو ( سواد ) نه درلوده.
په هغه ښار کې چې بېسوادان سیاست کوي، خلک یې خپله ( خپلواکي) په بازار کې پلوري.
او مرید د ښار خلک لیدل، چې لاهم په مزدورۍ پسې منډې وهي.
پسرلی و، چې ( غم آباد) ته ننوتل، خلکو څوړ سرونه اچولي وو، د ماشومانو خندل هېر شوي وو، ښځو سینګار نه کاوه او د نارینه وو څېرې له غوسې پړسېدلې وې، مرید یو ښاري وپوښت: د دې ښار خلک ولې خپه دي؟
ښاري ځواب ورکړ:
دا د راهب امر دی، راهب وايي، چې خدای امر کړی، چې په دې ښار کې خوښي حرامه ده. خندا ګناه او سینګار وښکلا کفر دي.
پخپله راهب په ښکلي کور کې اوسي، ګڼې ښځې او مینځې لري، دوی ته یې لوی سینګارتون جوړ کړی دی، د ښار سندرغاړي د شپې له خوا په پټه راهب ته سندرې وايي او زوړ راهب په خپله ږیره کې ښکلي ګلان او د سرو او سپینو زرو ګونګرې اچولې دي، راهب چې سندرو ته سر وښوروي، نو د ګونګرو شرنګا پورته شي.
راهب د ښاریانو زمکې او شته ورخپل کړي وو، راهب ویل: دا د خدای امر دی، چې د ګنهکارو ښاریانو شته باید د راهب شي. یوازې راهب د خوشالۍ حق لري، ځکه دا حق خدای ورکړی دی او خدای چې چاته څه ورکړي، نو په دې کې خو د اعتراض ځای نه شته.
ببرسري او مرید د ښاري خبرې واوریدې، پیر یوه ترخه خندا وکړه او مرید ته یې وویل :
پوه شه، چې د دې ښار خلک د خپل دین له حقیقته نه دي خبر، تر هغو چې دوی د دین آواز د راهب په ږیره کې د زرینو ګونګریو له شرنګا څخه اوري، پر دوی هره خوشالي حرامه ده.
او مرید لاهم نه پوهېده، چې ښاریانو ته څنګه د خوشالیو لار وروښیي.؟