مریدنامه ۲۳

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

داسې یوه کلي ته ورسېدل، چې پخوا په کې یو سور ښامار وژل شوی و. د ښامار وژونکی اتل چا نه پېژانده، اتل د ښامار تر وژلو وروسته په خپله مخه تللی و، خو د ښامار تر وژلو وروسته ګڼو چالاکو او دروغجنو کلیوالو، د ښامار له پوټکي څخه ټوټې راپرې کړې وې او په جیبونو کې یې ګرځولې. کلونه کلونه کېدل، چې پرټول کلي همدغو کسانو راج چلاوه، دوی به د کلیوالو زمکې په زوره اخیستلې، د خلکو ښکلې مېرمنې، پېغلې لوڼې او پی مخي هلکان یې په زوره تښتول او زبرزنا به یې ورسره کوله. دوی په رڼا ورځ د کلیوالو شتمني لوټله او لارې به یې نیولې، که چا به ترې وپوښتل: ولې؟ نو دوی به د ښامار د سره پوټکي ټوټه له جیبه راوویسته او ځواب به یې ورکړ: که موږ ښامار نه وای وژلای، نو اوس به ته د ښامار په خیټه کې وای.
د ښامار د پوستکي ټوټه د جرم جواز و. د کلي راهبانو هم د دغو زورور ملګرتیا کوله او د لوی معبد رسمي فتوا یې داسې ورکړې وه : له هرچا سره چې د ښامار د پوټکي نښه وي، هر کار کولای شي، دا بختوران ازلي او ابدي اتلان دي.
مرید خپل ببر سری پیر وپوښت: آیا دا کلیوال به د دغو زورورو تر مرګ وروسته وژغورل شي؟
ببرسري پیر وخندل: نه ! ځکه زورور چې زاړه شي، نو د ښامار د پوټکي ټوټه خپلو زامنو ته په میراث پرېږدي او بیا یې زامن تر دوی ډېر ظلم راپیل کوي. دوهمه ستونزه دا ده، چې د دې کلي زلمی نسل له عقله لرې او اتل پرستان دي، دوی هر هغه څوک چې د ښامار پوټکی ورسره وي خپل مشران ګڼي او تر مرګه یې پالي.
پیر په لرې غره کې د ښامار په توره لیکه سترګې وګنډلې: غم د اتلولۍ دروغجنه دعوه نه ده، غم دا دی، چې زمکې، ښځې او شتمنۍ په خلاصېدو دي او د پوټکي د نښو خاوندان، چې خپله شتمني په کمېدو وویني، نو په خپلو منځونو کې سره نښلي. کلیوال زلمیان لکه ړانده ورپسې منډې وهي او یو د بل په وینو ځانونه لمبوي….
… او مرید پوه شو، چې : ریښتینی اتل ورک دی او د غلو له لوري د ښامار د وژلودعوه هسې دروغجنه افسانه ده، چې دوی د خپلو ګېډو، غریزو او جیبونو د ډکولو لپاره جوړه کړې ده او بس !

ورته لیکنې

Back to top button