سپين او تـور

ژباړن: نجیب منلی

په تېر پسې
رستم وویل: «دا ابنوس څناور چېرته ورک شو، له خپلو څلورو تورو وزرونو سره؟ هغه په داسې بد مرګ مړ کړم!»
توپاز وویل: «هلته بره مې پرېښود چې خورېږي. غواړې چې راويښ یې کړم؟»
– دا مردار خور! پوره شپږ میاشتې کېږي چې ځوروي مې. هغه د کابل دغې بدمرغې مېلې ته بوتلم. هغه را څخه هغه الماس پټ کړ چې شاه‌زادګۍ راکړی و. د هغه له لاسه ما سفر وکړ، شاه‌زادګۍ مې مړه شوه او ما د نېزې داسې ګوزار وخوړ چې په ځوانه ځوانۍ کې یې ژوند راڅخه واخیست!»
توپاز وویل: «بې غمه اوسه. ته کله کابل ته نه یې تللی. د کشمیر شاه‌زادګۍ نه شته. پلار یې یوازې دوه زامن لري چې اوس په ښوونځي کې دي. تا هېڅ کله هم الماس نه درلود. شاه‌زادګۍ نه ده مړه شوې، څکه چې پیدا شوې نه ده او ته روغ رمټ یې.»
– څنګه؟ دا ريښتیا نه دي چې ته د کشمیر د پاچا پر کټ د مرګ پر مهال زما سر ته ناست وې؟ تا په خپله راته و نه ویل چې ته د دې له پاره رالېږل شوی وې چې ما له دومره بدمرغیو وژغورې، ته باز وې، پېل وې، خر وې، طبیب وې، ښارو وې.
– باداره دا هر څه دې په خوب کې لیدلي دی. زموږ خیالونه، نه په ويښه، نه په خوب کې، زموږ په واک کې نه دي. خدای غوښتي وو چې د فکرونو دغه لړۍ ستا په مغزو کې تېره شي او ظاهراً یو ډول لارښونه درته کوي چې ستا په ګټه به وي.
– ملنډې راباندې وهې؟ څومره وخت ويده وم؟
– باداره، ایله یو ساعت خوب دې کړی.
– لعنتي فلسفي، څنګه کېدای شي چې په یو ساعت کې زه شپږمیاشتې د مخه د کابل مېلې ته ولاړم، بېرته راغلم، تر کشمیر پورې ورسېدم او موږ درې‌واړه، بارببو، شاه‌زادګۍ او زه مړه شو؟
– باداره دا خو ډېره اسانه خبره ده او دا هم کېدای شول چې تر دې په کم وخت کې په ټوله دنیا کې وګرزې، او تر دې ډېرې ماجراوې ووینې. نه ګورې چې په یو ساعت کې د پارس د تاریخ لنډیز چې زردشت لیکلی لوستلای شې؟ او دا لنډيز د اته سوه زروکالو کیسه ده. دا ټولې پېښې، یوه بلې پسې، ستا تر سترګو تېرېږي، او دا به راسره منې چې براما کولای شي چې دا هرڅه په یوه ساعت کې سره راټول کړي، یا یې پر اته سوه زره کالو وغځوي. دا هم کټ مټ همداسې دي. داسې وګڼه چې زمان پر داسې یوه ستر څرخ تاوېږي چې قطر یې لایتناهی دی. تر دې لوی څرخ لاندې، یو په بل کې نغښتي، بې شمېره لوی واړه څرخونه دي. هغه د منځ څرخ دومره کوچنی دی چې نه ښکاري. لوی څرخ چې یوه دوره پوره کوي، هغه کوچنی څرخ بې شمېره دورې وهي. ښکاره ده چې د دنیا له پیله تر پایه، ټولې پېښې یوه په بلې پسې د یوې ثانیې تر سل زرمې برخې په کمه موده کې تېرېږي. ویلای شو چې واقعیت کې هم همداسې ده.
– زه په دې شیانو نه پوهېږم.
– که ویې غواړې، زه یو توتي لرم چې په اسانه به دې پرې وپوهوي.هغه د نوح تر توپان یو څه مخکې زېږېدلی، د نوح په کیښتۍ کې و، ډېر څه یې ليدلي او لا یونیم کلن هم نه دی. هغه به درته خپله ټوله کيسه وکړي چې ډېره په زړه پورې ده.
– هله، توتې ژر را ته راوړه، تر څو چې بېرته مې خوب وړي، سات به مې ورسره تېر وي.
– زما د راهبې خور په کور کې دی. اوس به یې راوړم. خوښ یه دې شي. ډېره ښه حافظه لري. په ساده ژبه کيسه کوي، هڅه نه کوي چې په حقه او ناحقه ځان هوښیار ښکاره کړي. او غټې غټې جملې هم نه جوړوي.
– ډېر ښه. زما همداسې کیسې خوښېږي.
توتي یې ورته راوړ او هغه دا خبرې وکړې.

ورته لیکنې

Back to top button