ولسمشر محمداشرف غني په تېرو څو ورځو کې خپل ۱۱ سلاکاران له دندو ګوښه او اړوند اداري تشکیلات یې منحل کړل. سربېره پر دې، ولسمشرۍ ماڼې د اتو سلاکارانو اداري تشکیلات هم لغوه کړي دي.
۸صبح ته په رسېدلو اسنادو کې، د زیربنا، بشري سرچینو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر د لوړپوړي سلاکار محمدهمایون قیومي، د روغتیا برخې سلاکار رضوان الله احمدزي، د سویلي حوزې په ولسي چارو کې د ولسمشر د سلاکار محمدعثمان رحماني او په قومي او ټولینزو چارو کې د ولسمشر د سلاکار محمدصادق منګل نومونه راغلي دي.
همدارنګه د ولسي شخړو د هواري برخې سلاکار، د قومي چارو سلاکار جمعه ګل خپلواک، له اداري فساد سره د مبارزې سلاکار، د ټولنیزو چارو سلاکاران حفیظ الله محسني او محمدهمایون شینواری، د ولسي چارو سلاکار عبدالرحیم کریمي او له ملګروملتونو سره د ولسمشر د همغږۍ سلاکار جاوید نوراني هغه کسان دي، چې له دندو ګوښه شوي دي.
د ولسمشر ۱۱ سلاکارانو ۸۵ کارکوونکي لرل، چې ډېرو یې د همایون قیومي په دفتر کې کار کاوه.
له بلې خوا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د ۸ سلاکارانو د دفترونو تشکیلات هم لغوه شوي دي.
د اسلامي ارزښتونو او ثقافت برخې سلاکار نعمت الله شهراني، د ولسي چارو سلاکار امان الله مومند، د ټولینزو چارو سلاکار دلبرجان ارمان، د ښې حکومتولۍ د برخې سلاکار عبدالحی نعمتي او د دیني او ولسي چارو سلاکار مولوي محی الدین بلوچ اداري تشکیلات هم منحل شوي دي.
همداراز، د سمیع حامد او فرخنده زهرا نادري اداري تشکیلات چې له دندو یې استعفا کړې، هم لغوه شوي دي.
دولتي سرچینو ویلي، چې د ۱۹ سلاکارانو تشکیلات د جمهوري ریاست د چارو ادارې تر ارزونې وروسته منحل شوي دي.