مریدنامه ۷
لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

خلکو ورغږ کړل : خپل بوتان ساتو، دین مو په خطر کې دی!
ببرسري وخندل : ایا ستاسو خدای خپل دین نه شي ساتلای؟ که دین د خدای ګڼئ نو تاسو څوک یاست چې هغه به وساتئ؟ ریښتیا خو دا ده چې ستاسو د نفسونو بوتانو ته خطرپېښ دی !
اې خلکو ! تاسو پرخپل دین ځان نه دی پوهولای، بلکې تاسو پردین غیرت کوئ !
دین باور دی او باور له پوهې څخه پیدا کیږي ! دین ستاسو تر غیرت ډېر، ستاسو د زړه او ذهن روښانېدو ته اړ دی. پر دین د خپلو خلکو وینې مه بهوئ، پر دین خپل تیاره زړونه روښانه کړئ !
تر دې وروسته ببرسری او مرید دواړه له معبد څخه ووتل.
د راهب له سترګو څخه یوه رڼه اوښکه را ورغړېده او خلکو ته یې وویل :
د نن ورځې موعظه همدا وه !
پر کلي ورننوتل، وبا ګډه وه، د ماشومانو لویه هدیره جوړه وه، مشران ولږې او تندې پسې اخیستې وو، ویالې وچې وې، کلیوالو یو د بل غوښې خوړلې او زورورو د کمزوریو پر وینو خپله تنده ماتوله.
چې اذان به وشو، کلیوال به ډلې ډلې ړنګ جومات ته ننوتل، اوږده اوږده لمونځونه به یې وکړل، ډېره شیبه به یې لاسونه لپه نیولي وو: له خدای (ج) څخه یې په ویالو او چینو کې اوبه، ښېرازي، سوله او یووالی غوښته، د وبا له شره یې د خلاصون دعا ګانې کولې .
مرید ببرسری وپوښت: ولې د دوی دوعا ګانې نه قبلیږي ؟
ببر سري د وچې ویالې بهیر وڅاره، تر غره پورې یې نظر وګانډه او ځواب یې ورکړ.
دا ویاله تر دې غره هاخوا له یوه بند څخه را بېله شوې ده، اوس بند نړېدلی دی او سربند خټو بند کړی دی، لوی خدای (ج ) دې خلکو ته لاس او پښې بښلي، چې ولاړ شي سربند پاک کړي او بند ورغوي، په وچو ویالو کې به اوبه راشي، غنم به شنه او وبا به ورکه شي.
خو مرید قانع نه شو : ما د دعا د اجابت پوښتنه وکړه.
پیر وویل: همدا ( هڅه ) د دوی د دعا اجابت دی !
پر یوه کلي ورپېښ شول، چې خلک یې د ګاونډیوکلیو له بدماشانو څخه په تنګ ول، ګاونډیو کلیو د دوی اوبه ورڅخه ګرځولې وې، په چینو کې یې ورته ډبرې اچولې وې، د دوی د کلي غواګانې او پیورې وزې یې ورڅخه په زوره وړلې، پادوانان او شپانه یې وروژل او ژوندۍ رمې یې ورڅخه وړلې، د دې کلي کښتونه یې تر پښو لاندې کول او درمندونو ته یې اور اچاوه، کلیوال د ګاونډیو کلیو له بدماشانو خوراپازاب وو. مرید له پیر څخه وپوښتل :
ولې کلیوال د ګاونډیو بدماشانو څه چاره نه کوي ؟
ببرسري وخندل :
د دې بدمرغه کلي ملکانو او اخوندانو د ګاونډیو کلیو بدماشانو ته خپلې لوڼې ور واده کړي دي، دوی په ګاونډیو کلیو کې کورونه او خېلخانې لري، ملکان وايي د ګاونډیو پیران او زیارتونه زورور دي. نو ځکه یې دهغوی بدماشانو ته لورګانې ورکړې دي. د بدماشانو ناروا ته غریب شپانه او خوار کلیوال یوازې پاتې دي.