هر اولس د هغه په کلتور او دودونو پېژندل کېږي. زموږ ګران هېواد افغانستان لرغونی تاریخ، بډایه کلتور او ځانګړی هویت لري چې تل په نړۍ کې د افغانانو د برم اوعزمت بېلګه و، خو له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې پردیو زموږ پر ګران هېواد د پوځي يرغل ترڅنګ کلتوري یرغل هم کړی چې د دا ډول یرغل پایلو بیا تر لس ګونو کلونو دوام کړی او په خواشینۍ سره باید ووایو له دې امله چې په افغانستان کې د پوهې او زده کړې کچه ډېره ټیټه ده نو د پردیو دغو کلتوري یرغلونو د هغوی په خوښه پایلې لرلې دي.
په څو تېرو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو او د بهرنیو ځواکونو په ملګرتیا د نوي نظام د رامنځته کېدو له هماغه لومړیو ورځو څخه کلتوري یرغل هم په پراخه توګه پیل او د هېواد تر ګوټ ګوټ یې په چټکۍ سره جرړې وغځولې اکثرو خلکو په تېره بیا د کابل او نورو لویو ښارونو اوسېدونکو ځوانانو او آن سپین ږیرو د دېموکراسۍ د نغارې په اورېدو سره په یو هېړ ږیرې وخرېلې چا به چې په ټول ژوند کې سر نه و سرتور کړی لونګۍ او خولۍ یې ایسته وغورځولې دریشۍ یې وکړې او تر ټولو مهمه دا چې نېکتايي ګانې یې هم تر ستوني تاو کړې چا به چې د یوه وخت ډوډۍ هم په سختۍ پیدا کوله خو تلویزیون، ویډیو او آن سپوږمکۍ نیونکې دستګاه (دېش آنتن) یې واخیستل او په دې لاره کې اوس هم په خورا درز سره سیالۍ روانې دي او په اصطلاح ډېموکراسي امتحانوي او هغه څوک چې د ډېموکراسۍ له دې کاروانه شاته پاتې وي هغه نو بیا وروسته پاتې او ځانونه روڼ اندي بولي.
دې همدې څو ورځو مخکې خبره ده زه چې له نږدې یو نیم کال وروسته له بهره د خپلو خپلوانو لیدو ته افغانستان ته تللی وم او هلته مې د پاتې کېدو په موده کې خپلې ملي جامې آغوستې څو ځله به چې کوم حکومتي دفتر ته ولاړم کله به چې په دروازه ورننوتم چا به چې درېشۍ آغوستې او نېکتايي تړلې وه هېچا به ترې پوښتنه هم نه کوله او نېغ به د ننوتلو اجازه ورکول کېده، خو زه به د دروازې ساتونکي لومړی ودرولم او له ډېرو پوښتنو ګروېږنو وروسته به یې زما نوم د پلار نوم او لنډه دا چې نور اړوند مالومات چې زړه به یې غوښتل په یوه کتاب کې ولیکل او وروسته به چې ودانۍ ته ننوتم هر چا به برګ برګ راته کتل زه به په ځان کې ولګېدم چې ولې ټولو په ما کې سترګې ښخې کړې خو په لومړي سر کې به زما ډېر دې ټکي ته پام نه و، خو وروسته بیا پوه شوم چې ما ته د هر چا په ځیره کتو علت زما ملي جامې دي. آن په یوه دفتر کې د هغه کارکوونکو زما د قانوني کار له کولو ډډه وکړه، سبا مې چې یو بل ملګری چې درېشي یې آغوستې او ښه کش نېکتايي یې تړلې وه هلته راسره بوته سمدستي هماغه پروني مامور په پاړسي ورته وویل (امر کو بیادر) زما ملګري زما پاڼه ورکړه بې له دې چې کومه خبره پکې وکړي لاسلیک یې کړه او په دېر درناوي یې بېرته زما ملګري ته ورکړه له نوموړي دفتره په راوتو سره زما ملګري مخ راواړاوه او ویې ویل: زوروه ډېموکراسي ده نن سبا درېشي او نېکتايي هر کار کوي.