۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې وايي چې په دغه ښار کې د یوې شپږ کلنې ماشومې ټوټه ټوټه کړل شوی جسد موندل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د شپږ کلنې فاطمې جسد د کابل ښار د ۲۱ ناحیې اړوند په پلچرخي سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د دغې ماشومې مړی داسې مهال موندل شوی چې د بدن ځینې داخلي غړي یې ایستل شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.
پرون سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی و چې ناڅرګندو کسانو په بغلان کې د دوو جلا پېښو په پایله کې دوه ځوانان وژلي.





