۸صبح، کابل: افغان هنرمنده او سوداګره ربابه محمدي په کاناډا کې د «مکس ګالا» بنسټ له لوري د ۲۰۲۶ کال د غوره هنرمندې په توګه ټاکل شوې ده.
د مکس ګالا بنسټ په ټورنټو ښار کې د لسګونو هنرمندانو په ګډون په يو لړ مراسمو کې د کال د غوره هنرمندې جایزه ربابه محمدي ته ورکړه.
د «اسمایل کاناډا» بنسټ هم د محمدي د دې جایزې د ترلاسه کولو خبر ورکړی او هغه یې افغان هنرمنده او سوداګره معرفي کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې محمدي د دوی د «اوپنشاپ» پروګرام ګډونواله هم ده.
اسمایل کاناډا ویلي: «موږ ویاړو چې د اسمایل د اوپنشاپ پروګرام کې د افغان هنرمندې او سوداګرې ربابې بریا او د هغې د وړتیا او نوښت دا پرځای ستاینه نمانځو.»
ربابه محمدي هم په یوه پیغام کې د دې جایزې د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «زما هنري لاسته راوړنو ته یوه بله لاسته راوړنه هم ورزیاته شوه؛ د کاناډا د مکس ګالا د ۲۰۲۶ کال د غوره هنرمندې جایزه ماته راکړل شوه.»
هغې په انسټاګرام کې لیکلي چې دا مجسمه ورته یوازې یوه جایزه نه ده، بلکې د هغو ورځو یاد هم تازه کوي چې له ستونزو سره سره یې پر خپلو ارمانونو باور درلود او له هڅو یې لاس نه اخیست.
محمدي د دې سیالۍ له ۲۰۰ نوماندو هنرمندانو د عامه رایو او د قاضیانو د ارزونې پر بنسټ، د لسو غوره هنرمندانو ډلې ته لاره وموندله. وروسته بیا له درېیو وروستیو نوماندانو د کال د غوره هنرمندې په توګه وټاکل شوه.
د «مکس ګالا» بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې په کاناډا کې جوړ شوی او هر کال په لسو بېلابېلو برخو کې فعالو او الهامبښونکو څېرو ته جایزې ورکوي. دغه بنسټ هر کال د کاناډا د کال یوه غوره هنرمنده او د کال یوه غوره مېرمن هم معرفي کوي.
ربابه محمدي په غزني ولایت کې زېږېدلې او له ۲۰۱۵ کال راهیسې په مسلکي توګه انځورګري کوي.
د هغې هنري آثار تر ډېره د افغانستان د ښځو تجربې، هیلې او ستونزې انځوروي او د ډېرو خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.
محمدي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود او وروسته په کاناډا کې مېشته شوه.
هغې چې دواړه لاسونه او دواړه پښې یې معلولیت لري، په خوله انځورګري کوي. نوموړې تر دې وړاندې هم د خپل هنر او هڅو له امله ګڼې جایزې ترلاسه کړې دي.





