۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې روغتیايي ډلې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د لاملونو په څېړلو سره هڅه کوي د هغو مړینو مخه ونیسي چې مخنیوی یې شونی دی.
دغه سازمان سه شنبه د تلې پر ۲۱مه، ویلي چې دا څېړنې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د څارنې او ځواب ویلو (MNDSR) پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د دغه سازمان په وینا، دا پروګرام د اسیا پراختیايي بانک (ADB) په مالي ملاتړ له ۲۰۲۵ کال راهیسې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې په ۲۲ روغتونونو کې پلي شوی او په اوو ولایتونو کې ۲۸ نورو روغتیايي مرکزونو ته هم غځول شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۹۰۰ روغتیايي کارکوونکي او مدیران په دې پروګرام کې روزل شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، شدیده وینه بهېدنه، اکلامپسیا (د امیندوارۍ د اختلاطاتو له امله تشنج) او انتان د میندو د مړینې له لاملونو دي.
له وخته مخکې زېږون، د زېږون پر مهال د ماشوم ساه بندېدل او انتان هم د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له لاملونو ګڼل کېږي.
دا پروګرام د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د روغتیايي پاملرنې د کیفیت د ښه کولو او د هغو مړینو د کمولو په موخه پلي کېږي چې مخنیوی یې شونی دی.





