۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس د یوې نوې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان دوشنبه د تلې پر ۲۰مه، اعلان کړی چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان پېښه د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ او د پاکستان پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې تشخیص شوې ده.
د دې پېښې په ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې پر پولیو د اخته کسانو ټول شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا هم په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
په داسې حال کې چې په دواړو هېوادونو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کېږي، د روغتیا نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو پېښې د پاکستان پرتله زیاتې دي.





