• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نجونو جهیزیه؛ هغه دود چې د کورنیو پر اوږو یې دروند مالي بار ایښی دی

ایلیا ایلیا
۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792411518]

ځينې افغانان وايي چې د بېوزلۍ، بې‌کارۍ او د بیو له لوړوالي سربېره د کورنیو لپاره د خپلې لور د واده لپاره د جهیزیې چمتوکول سخت شوي دي. د دوی په وینا، د جهیزیې دود چې پخوا به په ډېرو ساده وسایلو ترسره کېده، اوس په ځینو کورنیو کې د سیالۍ او ځان‌ښودنې له امله د درانه لګښت په بهیر اوښتی او کورنۍ له درانه مالي فشار سره مخ کوي. هغوی زیاتوي چې په ځینو مواردو کې د جهیزیې نشتوالی د دې لامل کېږي چې د زوم کورنۍ ناوې ته پېغورونه ورکړي. دا کسان له کورنیو غواړي له سیالۍ او ځان‌ښودنې لاس واخلي او د واده اړوند دودونه ساده کړي.

د غزني اوسېدونکې شمسیه چې څلور کاله یې د کوژدې کېږی وايي، د زوم د کورنۍ له‌خوا د جهیزیې غوښتنه او د بیو لوړوالي د کور د اړینو وسایلو برابرول ورته ستونزمن کړي دي. هغه زیاتوي چې د جهیزیې د بشپړولو لپاره اړه شوې، ځینې وسایل په پور او قسطونو واخلي او ځینې نور خپله وګنډي. د شمسیې په وینا، د واده مراسم یې څو ځله ځکه ځنډېدلي چې د بې وسي له امله یې ټول اړین وسایل نه شو چمتو کولی.

دا مېرمن وايي: «لومړی مې اړین وسایل واخیستل او د جهیزیې د بشپړولو لپاره مو څو ځله واده وځنډاوه. په دې شرایطو کې چې د ټولو شیانو بیې لوړې شوې، د ناوې د پلار پر اوږو جهیزیه یو اضافي پېټی دی. که جهیزیه وې نه سو، خلک وايي په لور کې یې څه عیب دی چې جهیزیه یې نه ده ورکړې. له همدې امله اړ کېږو پور واخلو او وسایل ورته برابر کړو. ځینې شیان مو په قسطونو واخیستل او د ځینو نورو وسایلو رانېول مو پريښودل. ډېری وسایل مې خپله اوبدلي او ګنډلي، څو لګښتونه راکم کړم؛ خو له دې سره سره مې ونه‌شو کړای چې هر څه بشپړ کړم.»

د کابل اوسېدونکې شازیه وايي، د خپلې جهیزیې د بشپړولو لپاره د خیاطي په یوه کارځای کې پرلپسې کار کوي. هغه زیاتوي چې د زوم کورنۍ د جهیزیې ترڅنګ د هغې له پلارګنۍ د سرو زرو د برابرولوغوښتنه هم کړې ده. د شازیې په خبره، د نجونو پر کورنیو دا ډول غوښتنې مالي فشار نور هم زیاتوي او د واده لپاره د اړینو وسایلو برابرول ورته ستونزمنوي. دا له کورنیو غواړي چې د جهیزیې او سرو زرو په برابرولو کې له سیالۍ او ځان‌ښودنې لاس واخلي او د خلکو اقتصادي حالت ته په پام، د واده لګښتونه پر ځوانانو او د هغوی پر کورنیو درانه نه‌کړي.

شازیه وايي: «کورنۍ باید د جهیزیې په برابرولو کې له سیالۍ او ځان‌ښودنې لاس واخلي او د دې پر ځای چې د نجلۍ پر کورنۍ درانه لګښتونه وتپي، ځوانانو ته اجازه ورکړي چې خپل ګډ ژوند په ساده امکاناتو پیل کړي. د واده لپاره شرط باید جهیزیه او سره زر ونه‌ګرځول شي.»

د غزني یوه بله اوسېدونکې سارا وايي، د جهیزیې د برابرولو په اړه د خلکو له قضاوته وېره پر کورنیو فشار نور هم زیات کړی دی. د هغې په وینا، ځینې کورنۍ اندېښنه لري چې د لور د جهیزیې کموالی به د خلکو او د زوم د کورنۍ له‌خوا د هغوی د پېغور لامل شي. هغه زیاتوي چې له همدې امله یو شمېر کورنۍ د جهیزیې د برابرولو لپاره پور اخیستلو او د وسایلو په قسطونو باندی پېرلو ته اړ کېږي.

دغه نجلۍ وايي: «د خلکو له قضاوت څخه وېره د دې لامل شوې چې کورنۍ د جهیزیې د چمتو کولو لپاره تر فشار لاندې راشي. ځینې کورنۍ اندېښنه لري چې که د لور جهیزیه یې کمه وي، خلک د زوم کورنۍ ته پېغور ورکوي. له همدې امله ځینې کورنۍ ان پور اخلي او یا د کور وسایل په قسطونو اخلي، څو د خلکو له خبرو او پېغورونو خوندي پاتې شي.»

یوه عمرخوړلې مېرمن چې شګوفه نومېږي، وايي چې ډېرې کورنۍ د جهیزیې په چمتو کولو کې د بې وسی له امله د زوم له کورنۍ لوړ ولور اخلي او بیا یې د ناوې لپاره د اړینو وسایلو په پېرلو لګوي. د هغې په خبره، ځینې کورنۍ که د زوم کورنۍ د ولور له ورکړې سره هوکړه ونه‌کړي، د خپلې لور واده ته هم غاړه نه‌ږدي. دا زیاتوي چې دغه دود د زوم پر کورنیو مالي فشار زیاتوي او د ځوانانو لپاره د ګډ ژوند پیلول ستونزمنوي.

شګوفه وايي: «زموږ په خوا کې دود دا دی چې کله د هلک کورنۍ د مرکې لپاره راشي، د نجلۍ کورنۍ د کور د اړینو وسایلو لېست ورسپاري. که د هلک کورنۍ د دغو وسایلو پر پېرلو هوکړه وکړي، خپله لور ورکوي؛ خو که یې ونه‌مني، ورته وايي، ځه، خدای دې مل شه. زموږ په خوا کې پلرونه معمولاً د کور وسایل په مستقیم ډول نه رانیسي، بلکې پیسې او سره زر اخلي او په هغو د ناوې ټول اړین وسایل چمتو کوی او د خپل ځان لپاره یې نه لګوي. کله چې زما کوژده وشوه، زما په قاب کې دوه زره ډالر کېښودل شول او نورې پیسې مو وانه‌خیستې. ما خپله د کور ټول وسایل راونیول؛ ان د هغو پیسو څخه مې، د خپل خسر د کورنۍ لپاره موټر واخیست، کومې چې خلکو د سیالۍ او دود له مخې راکړې وې.»

جهیزیه د هغو وسایلو او لوازمو ټولګې ته ویل کېږي چې د ناوې کورنۍ یې د خپلې لور د ګډ ژوند د پیل لپاره چمتو کوی. په دغو وسایلو کې معمولاً د پخلنځي توکي، د خوب وسایل، فرش او برېښنايي وسایل شامل وي. خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو او کورنیو کې د جهیزیې ډول او اندازه توپیر لري.

په افغانستان کې د واده پر مهال د جهیزیې چمتو کول او د ولور اخیستل د ځينو کورنیو دود دی. په ځینو مواردو کې کورنۍ د جهیزیې د چمتو کولو لپاره د مالي بې وسي له امله د زوم له کورنۍ څخه د ولور اخیستو ته مخه کوي. خو د بیو لوړوالي او د ولور او جهیزیې د وسایلو پر سر سیالۍ او ځان‌ښودنې د واده لګښتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې د واده بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینې: د غزني د قره‌باغ اوسېدونکو په څه باندې شپږ میلیونه افغانیو ښوونځی جوړ کړی

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792409236]
سرچینې: طالبانو د برکي برک د جمنازیومونو فعالیت د شپې له ۹ بجو وروسته منع کړی
خبرونه

سرچینې: طالبانو د برکي برک د جمنازیومونو فعالیت د شپې له ۹ بجو وروسته منع کړی

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792408584]
امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځل شوه
خبرونه

امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځل شوه

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792406430]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.