۸صبح، لوګر: د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې سرچینې وايي، د طالبانو ځايي مسوولانو د فوټسال او والیبال جمنازیومونو فعالیت د شپې له ۹ بجو وروسته منع کړی دی.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۲۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د دې پرېکړې لامل د شپې لهخوا د امنیت په ټینګښت کې ناتواني ښودلې ده.
د سرچینو په وینا، دې محدودیت د ځوانانو پر ورزشي فعالیتونو او د جمنازیومونو د مالکانو پر عایداتو منفي اغېز کړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د هر جمنازیوم پر جوړولو لږ تر لږه اووه میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د فعالیت د وخت کمېدو د دغو مرکزونو د روانو لګښتونو برابرول له ستونزو سره مخ کړي دي.
سرچینې وايي، سره له دې چې اوسېدونکو څو ځله د دې پرېکړې د لغوه کولو لپاره سیمهییزو مسوولانو ته مراجعه کړې، تر اوسه په دې پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی.





