۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې قزاقستان کې احتجاجونو تر پنجشنبې د مرغومي تر شپاړسمې دوام وموند، چې له کبله يې لسګونه کسان وژل شوي دي.
دې اعتراضونو سره هممهاله ملګرو ملتونو د زغم غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې له تاوتریخوالي دې ډډه وشي.
له دې وړاندې د قزاقستان ولسمشر د روسیې په مشرۍ له امنیتي بلوک څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې روسیې د وضعیت کابوکولو په موخه خپل ځواکونه قزاقستان ته لېږلي، چې له کبله یې اعتراضونو لا زور اخیستی دی.
د آلماتا پولیسو ویلي، چې د پنجشنبه پر شپه او سهار مهال لسګونه اعتراض کوونکي وژل شوي دي. دغه راز چارواکو ویلي، چې ۱۸ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي. دوو امنیتي ځواکونو ویلي، چې سرونه یې پرې شوي. پولیسو د شاوخوا لس زره اعتراض کوونکو د نیولو خبر هم ورکړی.
اعتراض کوونکو وړمه ورځ د ولسمشر استوګنځای او د الماتا ښار د ښاروالۍ دفتر ته اور ورته کړ او دغه راز یې پر هوايي ډګر هم برید وکړ.
ویل شوي، چې پوځیانو د الماتا ښار هوايي ډګر کنترول په لاس کې اخیستی دی.
د ورځې پر مهال د ډزو، چاودنو او نښتو راپورونه ورکړل شوي.
قزاقستان کې د ناآرامیو سره هممهاله راپور ورکړل شوی، چې د اورانیوم بیه په نړیوالو بازارانو کې پورته شوی ده.
ویل شوي، دغه هېواد کې انترنت پری او له کبله یې دغه هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ شوی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د روسیې په مشرۍ له امنیتي بلوکه د وضعیت کابو کولو په موخه د مرستې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې د ناآرامیو لامل «بهرني ترهګر» دي، چې ودانۍ او وسلې یې ترلاسه کړې دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې میشل باشلې له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو او لاریونوالو غوښتنه کړې، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي.
قزاقستان کې اعتراضونه یکشنبې د ګازو بیو له لوړېدو سره هممهاله پیل شوې او په بېړه پراخې شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون وايي، د نړیوالو حقونو له مخې خلک د سولهییزو لاریونونو او بیان آزادۍ حق لري، خو هغوی سره له دې چې څومره غوسه دي، له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.