د هلمند ولایت د مرکزي محبس مسؤول وايې چې د لښکرګاه ښار له اړوندو سیمو ۷۰۶ په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه دغه محبس ته لېږدول شوي دي. ښایې دا لومړی ځل وي چې د هېواد له زندانونو د نورو مجرمینو د زنداني کولو ترڅنګ د هلمند له محبس څخه هم په نشه د روږدو د درملني لپاره کار اخیستل کېږي.
په دغه بندخونه کې یو شمېر روږدي کسان وايي چې، په نشه يي توکو د دوی د اخته کېدو لامل بې وزلي، له ناوړه ملګرو سره ناسته ولاړه، بهرني قاچاقي سفرونه او دې ته ورته نور لاملونه دي. په دې محبس کې ۱۳ کلن شمس الله او ۱۵ کلن رفیع الله دوه وروڼه ماشومان وو چې د دوی په وینا د پلار تر مړینې وروسته خپل تره په نشه روږدي کړي دي.
د دغو ماشومانو ترڅنګ په محبس کې نور په نشه روږدي وګړي هم له مسوولينو خوښي څرګندوي چې د دوی د روغتیا لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي. دوی همداراز له مسوولينو مننه کوي چې په ښارونو کې يې تر ډېره د نشه یي توکو پلورونکي نیولي دي.
په ورته وخت کې د هلمند د مرکزي محبس مسؤل ښاغلی بهاوالدین عاطف وایي، دوی په دغه بندخونه کې په نشه د اخته کابو زرو تنو د درملنې وړتیا لري. د هغه په وینا په محبس کې له شته ۷۰۶ روږدو څخه ۳۳۰ روغ شوي او د مشرتابه له هدایت سره سم به په ټاکلي وخت خوشي او کورنیو ته وسپارل شي.
عاطف وایي چې د دغو ناروغانو درملنه د محبس اړوند روغتیایي کارکوونکو له خوا کېږي، د هغو ناروغانو چې روغتیايي وضعیت یې نازک وي د بُست ولایتي روغتون او یا هم د کندهار میرویس روغتون استول کېږي.
نوموړی وايي چې دوی ته د ورکړل شوې کړنلارې له مخي هر ناروغ شپږ میاشتې په دغه محبس کې تر درملنې لاندې وي. همداراز هغه کسان چې نشه يي توکي یې پلورلي وي هغوی یو کال په بند کې ساتل کېږي ترڅو یې په نشه روږدي وګړي له شره خوندي وي. هغه زیاته کړه چې د روږدو او د نشه یي توکو د پلورونکو د نیولو لړۍ به روانه وي.
د يادوني وړ ده، دا لومړى ځل دى چې په هلمند ولايت کې د دومره زیات شمېر روږدو درملنه کېږي.