• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

تش کور

لیکنه: احمد اختیاری

لیکنه: احمد اختیاری لیکنه: احمد اختیاری
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۰ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱ [t_time:1635432120]

موږ په کابل ښار کې څه کم پینځه کاله کېدل چې د یوې کورنۍ په څېر لکه وروڼه د یو بل له خوي او خاصیت سره بلد شوي وو. جغرافیايي واټنونه او په تېرو کلونو کې ورانوونکې جګړې ددې لامل شوې چې له موږ مخکې یو نسل له یو بل سره پاتې نشي او خپل ټاټوبی پرېږدي او د ناامنۍ او ستونزو له امله ګاونډیو هېوادونو او د افغانستان ځینو ولایتونو ته لکه کابل، هلمند او غزني ته کډې وکړي او ژوند ته دوام ورکړي.

د همدې موضوع له امله یو په کابل، بل په غزني، دریم د هلمند په لښکرګاه او یو شمېر نور د کډوالۍ په وطن کې نړۍ ته سترګې پرانیزو. خو زیات شمېر نورو په خپل پلرني ټاټوبي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

په کابل ښار کې مو تر پینځو کلونو کمه موده کې وکولای شول، ناستې او د خوښۍ محفلونه جوړ کړو. د پغمان د غرونو په لمنو او یا نورو په زړه پورې ځایونو کې مو له ورځنیو اندېښنو لیرې تېرې کړې. په دغو ځایونو او شخصي ناستو کې مو د ورځې کیسې، د ورزش او زده کړو په اړه خبرې کولې، ته وا پوهېدو چې دا ناستې لنډمهاله دي.

په هېواد کې وروستي بدلونونه او ناامني د دې لامل شوه چې زموږ له کابو ۳۰ ځوانانو، تراوسه د هغه له نیمايي کم یعني ۱۳ تنه په کابل ښار او افغانستان کې پاتې شوو. نور ټول د امریکا بېلابېلو ایالتونو ته ورسېدل او نوی ژوند یې پیل کړی. همدا لږ شمېر چې په کابل کې پاتې یو، د تګ د زمینې په برابرېدو، زموږ د ټولو انتخاب له هېواده وتل دي.
لومړنۍ خښتې چې زموږ د ډلې له ودانۍ بېلې شوې او د ګډو ناستو او مجلسونو ودانۍ یې بې ستنې کړه، زموږ د ورورولۍ د ناستو دوه غړي وو چې له لوی اختره څلور ورځې مخکې له کابله امریکا ته ولاړل.

د هغوی په تلو سره، له ښار او هېواده د تګ سریال پیل شو او زموږ د ناستو رنګ له منځه ولاړ. د ناامنیو په زیاتېدو او کابل ښار ته د طالب ځواکونو په راتلو سره د وتلو زمینې په برابرېدو، زموږ د محفلونو او ناستو څو نور غړي هم د کابل له هوايي ډګره ولاړل او بالاخره د امریکا په ایندیانا او ویرجینیا کې مېشت شول. د هغوی له تلو وروسته، یوازې یو ځل دا ناسته ترسره شوه چې پاتې غړو ته سړه او د خوښې وړ نه وه.

څو ورځې مخکې مې د فېسبوک ملګرو په پست کې لوستي و چې له وخته مخکې بوډاتوب را رسېدل په دې پورې اړه لري چې له څه ډول وګړو سره اړیکه لرئ. هر څومره چې له غوره اخلاقو لروونکو خلکو سره ډېر وخت تېر کړئ، په هماغه کچه د ځوانۍ ځواک ډېر پایښت مومي او هر څومره چې له بد اخلاقه خلکو سره وخت تېر کړئ، زر د زړښت خوا ته ورځئ.

په تېرو پینځو کلونو کې مو ښې ورځې لرلې او ژوند مو په خوښۍ تېر شوی. که څه هم دا موده ډېره لنډه، ښکلې او ارزښتمنه تېره شوه.
اوس په هغو کورونو کې چې له دې وړاندې پکې ګڼه ګوڼه او موسکا وه اوس له دوو تر درېیو کسانو زیات نه دي. نه جوش شته نه خوښي او نه هم تګ راتګ. چوپتیا د غږونو ځای نیولی، تر ډېره بوډاګان پاتې دي او ځوان تللي.

د دغو تللو او د ښار او کورونو د تشېدو، په اړه امیر جان صبوري کلونه مخکې ویلي دي:
«شهر خالی، جاده خالی، کوچه خالی، خانه خالی
جام خالی، سفره خالی، ساغر و پیمانه خالی
کوچ کرده دسته‌ دسته آشنایان، عندلیبان
باغ خالی، باغچه خالی، شاخه خالی، لانه خالی»

د ډله ییزو وتلو په لړ کې او د هوایي ډګر په شاوخوا او مخې ته په اوږدو لیکو کې، زما یو بل نږدې ملګری له کورنۍ سره له کابل ښار او ملګرو سره خدای پاماني وکړه او د ډنمارک ـ کپنهاګ ته ولاړل ترڅو هلته له ناامنۍ پرته سوکاله ژوند پیل کړي.

د عزیزانو په تلو او کډوالېدو سره د پاتې خلکو ژوند ډېر سخت او خواشینونکی شوی. بېلتون او خدای په اماني ترخه ده. ځینو ملګرو د تللو په ورځو کې په مجازي نړۍ کې لیکلي و چې موږ په دې هېواد کې تر خاورو لاندې رېښې لرو، تګ زموږ انتخاب نه دی یا به دا هېواد جوړوو او یا به سوځو.

د افغانانو هیله او تمه دا ده چې په هېواد کې د ټولو په خوښه سوله او امنیت راشي او اقتصادي ستونزې له منځه ولاړې شي ترڅو څوک له خپلې کورنۍ او هېواده پردي نشي او په خپل هېواد کې له ستونزو لیرې ژوند ته دوام ورکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سندرغاړې- لنډه کیسه
ادبيات

سندرغاړې- لنډه کیسه

۲۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731908213]
ادبيات

د کابل کيسې

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۱ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۳ [t_time:1674495214]
د خلکو کیسه

«لمر ته به بیا ځلې سلام وکړم»

۳۰ لړم/عقرب ۱۴۰۰ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۱ [t_time:1637505394]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.