۸صبح، میدانوردک: په میدانوردک کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو ۱۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې طالبانو چهارشنبه د کب پر ۱۶مه له غرمې وروسته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ پر سړک اته نارینه او دوه ښځې د سلګونه کسانو په شتون کې په دُرو وهلي دي.
د سرچینو په خبره، پر دغو کسانو د «بداخلاقۍ او زنا» تورونه و.
ورته مهال، د طالبانو سترې محکمې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دې موضوع پخلی کړی دی.
له دې وړاندې طالبانو په غزني او جوزجان کې هم درې کسان په عام محضر کې اعدام کړي و.
د طالبانو دې ډول کړنو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.