• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له جبري واده وروسته نه ختمېدونکی کړاو؛ «نه د تښتېدو لاره لرم او نه د ژوند کولو توان»

بهنیا بهنیا
۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726908396]
TOI

TOI

زه د جبري واده قرباني شوم. کله چې مې واده وکړ پنځلس کلنه وم او د ګډ ژوند په تړاو پر څه نه پوهېدم. طالبانو زما کورنۍ دې ته اړ کړه چې ما یوه بې پروا سړي ته ورکړي. د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته او د هغو وېرونکو کیسو له کبله چې په زوره خپلو کسانو ته د دې ډلې له لوري د نجونو د نکاح کولې په تړاو وې، زما کورنۍ دې ته مجبوره شوه چې په کور کې د خپلې پیغلې لور ساتل ناشوني وګڼي. دوی خپل «پټ او عزت» ته ډېر اندېښمن وو چې هسې نه داغ پرې ولګېږي. دا حالت راته ډېر دردوونکی و. کورنۍ او زموږ نور خپلوان هم د دې موضوع  په تړاو ډېر حساس شوي وو. دوی به د یو بل په کورونو کې راغونډېدل او ناواده شوې نجونې به یې شمېرلې: «په خپل  قوم کې دومره پیغلې نجونې لرو چې باید ژر تر ژره واده شي، که نه طالبانو یې په زور  بیایي او ځان ته یې نکاح کوي. دا عجیب بنډارونه او کیسې نه ختمېدې. همدغه وېروونکې کیسې د دې لامل شوې چې زه او زموږ په کورنۍ کې څو نورې پيغلې نجونې واده ته غاړه کېږدو. واده د هرې نجلۍ هیله وي، خو زما لپاره وېروونکی خوب وګرځېد.  ما له هغه چا سره واده وکړ چې ان تصور مې نه کاوه چې هغه دې دومره ظالم او بد انسان وي. د هغه اقتصادي وضعیت ښه نه و او نشه‌ يي او مخدره توکو یې کارول. کله چې پوه شو زما واده ورسره د مجبورۍ له امله و، نه د خوښې له مخې، ډېر ناوړه چلند یې راسره پیل کړ. په هره پلمه یې وهلم ډبولم او له مهربانۍ او خواخوږۍ هېڅ خبر نه و. له بیاتي نیولې تر چاقو پورې به یې چې هر څه چې په لاس کې وو، د مرګ تر پولې به یې پرې وهلم او شکنجه کولم. ډېر بد او وحشي انسان و.

زه له هغه سړي ډېر وېریدلم، ځکه په ټول ژوند کې مې هېڅکله دومره نه وم وهل شوې. تر ټولو کوچنۍ تېروتنه مې له سوکانو او لغتو، زندۍ کولو او د وژلو له ګواښونو سره مله وه. د وهلو پر وخت یې ان هېڅ فکر نه کاوه چې هسې نه تر دومره شکنجې لاندې ژوند له لاسه ورکړم. ډېره وېرېدلم او د دغه حالت له زغملو پرته مې هېچ چاره نه لرله. ما دوه کاله له هغه سړي سره ژوند وکړ او هره شېبه یې زما لپاره دردوونکې وه. سره له دې چې په دې موده کې مې ډېرې سختې ربړونې زغملې، خو هڅه مې کوله د خپل مېړه غوښتنو ته غاړه کېږدم چې ګډ ژوند مې لمنځه لاړ نه شي. وېرېدم چې هسې نه بیا د خپل پلار کور ته ولاړه شم او د هغوی اندېښنه نوره هم زیاته کړم. زما کورنۍ هغه خلک وو، چې د طالبانو له وېرې چې هسې نه ما له ځانه سره بوځي او له شرمه په ټولنه کې سر پورته نه کړای شي، زه دغه دوزخ ته ورټېل وهلم.

د دوزخ په په تل کې له دوه کاله ژوند کولو او له هغه سړي مې د وژنې د پرلپسې ګواښونو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه په هره بیه چې وي د هغه کور پرېږدم. کور مې پرېښود او خپلې کورنۍ ته راستنه شوم، خو دا کار راته ډېر دروند تمام شو؛ ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې ښځه هېڅ ملاتړ نه لري. نه د خپلې کورنۍ، نه د ټولنې او نه د هغه قانون چې وکړای شي د ښځو ملاتړ وکړي.

تر هغې وروسته چې د هغه سړي کور مې پرېښود، هغه له طالبانو ګټه واخیسته او د دې ډلې څو کسان یې زما د پلار د کور دروازې ته راوستل. طالبانو ته یې ویلي وو چې دا نجلۍ زما ښځه ده او له کوره تښتېدلې ده. هڅه یې کوله چې زه بېرته ورسره لاړه شم. زما کورنۍ دې ته راضي وه چې زه بېرته ورشم، خو په دې ضمانت چې هغه سړی مې نور و نه وهي؛ خو هغه ضمانت ونه کړ او پر ځان یې باور نه درلود چې ما به نه شکنجه کوي. سره له دې چې ټول پوهېدل له داسې سړي سره ژوند ناشونی دی، خو طالبان او نارینه‌ محوره قانون د دې لامل شو چې له هغه سړي بېله نه شم. دوی هڅه کوله چې زه بېرته هغه دوزخ ته ستنه شم.

زه هېڅکله دې ته چمتو نه وم چې بېرته یې کور ته ولاړه شم. تر څو میاشتو لانجو او شخړو وروسته، هغه په دې شرط راضي شو چې ما طلاقه کړي چې زه هغه مهر بېرته ورکړم چې د واده لپاره یې راکړی و. دا یې له مانه د جلا کېدو یوازینی شرط و. د دې لپاره چې له هغه بدمرغه ژونده خلاصه شم، پرېکړه مې وکړه چې هغه ته پیسې ورکړم. څو میاشتې مې هڅه وکړه چې کار پیدا کړم او هغه ته پیسې ورکړم، خو ونه توانیدم. له بلې خوا مې د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه نه و، چې مرسته راسره وکړي. مجبوره شوم پیسې پور کړم څو له هغه سړي جلا شم

له زرګونو بدمرغیو وروسته مې طلاق واخیست. اوس چې له هغه سړي بېله شوې یم، د خلکو خبرې اورم او په ټولنه کې د یوې طلاقې شوې ښځې په سترګه راته کتل کیږي. له هرې خوا توهین او سپکاوی اورم او د خلکو ناوړه خبرې مې ژوند تریخوي. د طالبانو راتګ زما ژوند تباه کړ. اوس نه د تښتېدو لاره لرم او نه د ژوند کولو توان. که بله کومه ستونزه مې له پښو ونه غورځوي، د خلکو بدې خبرې به مې یوه ورځ ووژني.

د طالبانو بیا واکمنېدل هماغسې چې یې د ډېر ژوندو تباه کړ او ډېر یې د وير پر ټغر کېنول، زما لپاره هم همداسې وو. پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل د ټولو لپاره ډاروونکي او وېروونکي وو او د طالبانو د لومړۍ دورې د ظلمونو او وحشت کیسو د نجونو ارمانونه او هیلي له منځه یوړې. ډېرې نجونې زما په شان له خپلو هیلو لاس په سر شوې او مجبورې شوې چې واده وکړي. له دې ډلې وېرې او د نیول کېدو، جنسي تېري، شکنجې، لادرکه کېدو او د ښځو لپاره د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه خپرېدونکو خبرونو، ډېرې خوښې په ویر بدلې کړي دي.

یادونه: دا کیسه د یوې زده کوونکې له خولې ده چې جبري واده قرباني شوې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په غزني کې جبري ودونه؛ هغه نجلۍ چې ژوند یې له لاسه ورکړ او هغه نجلۍ چې له مرګه راستنه شوه
راپورونه

په غزني کې جبري ودونه؛ هغه نجلۍ چې ژوند یې له لاسه ورکړ او هغه نجلۍ چې له مرګه راستنه شوه

۱۲ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶ [t_time:1780392699]
سرچینې: په کندز کې د طالبانو د کرنې  رییس د جبري واده له امله پر عمري بند محکوم شوی دی
خبرونه

سرچینې: په کندز کې د طالبانو د کرنې رییس د جبري واده له امله پر عمري بند محکوم شوی دی

۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724314194]
ځانګړي

له سينده لېرې پروت کب؛ د يوې اجباري نکاح کيسه

۶ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۲۵ فبروري ۲۰۲۳ [t_time:1677329936]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.