• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په غزني کې جبري ودونه؛ هغه نجلۍ چې ژوند یې له لاسه ورکړ او هغه نجلۍ چې له مرګه راستنه شوه

ایلیا ایلیا
۱۲ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶ [t_time:1780392699]
AFP / Pexels

AFP / Pexels

هغه نجونې چې د خپل راتلونکي په تړاو د پرېکړې کولو له حقه بې‌برخې شوې دي وايي، چې د کورنۍ فشارونو او د ملاتړو بنسټونو نشتوالي له داسې سخت وضعیت سره مخ کړي، چې ځینې یې له کوره د تېښتې او ان ځان‌وژنې فکر کولو ته اړې شوې دي. په دغه راپور کې د مریم او رحیما کیسې بیان شوې دي؛ مریم د جبري واده له امله خپل ژوند پای ته رسولی او رحیما بیا مرګ ته له نږدې حالته بېرته راستنه شوې ده.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د یوې ۱۶ کلنې اوسېدونکې مریم خپلوان وايي چې هغه یوه ارامه، درس لوستونکې او د لوړو هیلو څښتنه نجلۍ وه، ژوند یې خوښاوه او د خپل راتلونکي لپاره یې ډېر پلانونه لرل. خو د جبري واده لپاره د کورنۍ پرېکړې د هغې ژوند ګام په ګام تر فشار لاندې راوست او د راتلونکي لاره یې وربدله کړه.

د مریم یوه نږدې ملګرې ښایسته وايي کله چې له هېواده بهر د هغې د ماما له زوی سره د نوموړې د واده موضوع مطرح شوه، مریم ورسره سخت مخالفت وکړ، خو کورنۍ یې د هغې غوښتنې ته هیڅ پام ونه کړ. د ښایستې په وینا، د مریم مور په دې ټینګار سره چې «هغه خپلوان دی، نیکمرغه کېږې او کورنۍ یې پېژنو» هڅه کوله هغه قانع کړي، خو مریم دا واده نه مانه. د ښایستې په نظر، دا مخالفتونه او په داسې خبرو د مریم د قانع کولو هڅې د دې لامل شوې چې هغه د ژوند او مرګ پر یوه نرۍ پوله ودرېږي.

ښایسته په دې تړاو وايي: «مریم به تل ویل ژوند زما خپل دی، ولې یې نور کسان په اړه پرېکړه کوي؟ هر کله به چې مریم خپلې مور ته وویل د ماما له زوی سره واده ته راضي نه ده، مور به یې هغه په داسې جملو قانع کوله لکه: هغه خپلوان دی، خوشبخته کېږې، پلار او کورنۍ یې پېژنو، د ځان پر هډوکو کبر مه کوه چې کبر زوال لري. هغې به دا هم ویل چې د نکاح په پیل کې مینه او محبت پیدا کېږي او همدا خبرې به یې د مریم د ارامولو لپاره تکرارولې.» د ښایستې په وینا، ټاکل شوې وه د مریم د واده مراسم له لوی اختر وروسته جوړ شي، خو تر هغه وړاندې هغې د موږکانو د زهر په خوړلو ځان‌وژنه وکړه. کورنۍ یې هڅه وکړه هغه روغتیایي مرکز ته ورسوي، خو مریم روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

دا ځوانه نجلۍ په داسې حال کې چې اوښکې یې په سترګو کې راډنډې شوې، زیاتوي: «کله چې مریم د موږکانو زهر خوړلي وو، خبر یې ډېر ژر خپور شو او ما ځان ورساوه. په ډېر خراب حالت کې وه؛ زړه بدوالی یې درلود او له خولې یې د زهر په څېر مایع راوتله. کورنۍ یې هڅه وکړه روغتون ته یې ورسوي، خو په لاره کې مړه شوه. یاد مې دي څو ورځې وړاندې یې په ټوکه ویلي وو چې زه په دې ورځو کې د څو ورځو لپاره کوما ته ځم، خو موږ د هغې خبره جدي ونه ګڼله؛ اوس پوه شوم چې موخه یې څه وه.»

ښایسته چې لا هم پر دې پېښه هکپکه ده، باور لري چې ملګرې یې د خپل ژوند د پای ته رسولو نیت نه درلود او یوازې یې غوښتل کورنۍ یې له خپلې پرېکړې واړوي. هغه وايي: «مریم له ژوند سره مینه درلوده. تل یې د درس، راتلونکي او خپلو هیلو په اړه خبرې کولې. که چا یې خبرو ته غوږ نیولی وای او نظر یې جدي ګڼلی وای، ښایي  نن زموږ په منځ کې وی.»

دا نجلۍ له کورنیو غواړي چې خپلې لوڼې د واده او راتلونکې په پرېکړو کې شریکې کړي او وايي د نجونو د غوښتنو له پامه غورځول کولای شي داسې پایلې ولري چې د جبران وړ نه وي.

خو دا پېښه یوازې د ۱۶ کلنې مریم په برخلیک پورې نه ختمېږي. د غزني په بل ګوټ کې رحیما هم ورته تجربه تېره کړې ده. هغه وايي کورنۍ یې غوښتل هغه داسې یوه سړي ته په نکاح کړي چې له دې ډېر مشر و؛ دا واده د یوې کورنۍ پرېکړې برخه وه چې د هغې پر بنسټ، نوموې باید له هغه سړي سره واده کړی وای او په بدل کې یې د هغه سړي لور د دې ورور ته نکاح شوې وای.

رحیما وايي: «داسې احساس مې کاوه لکه د یوه انسان په توګه چې چلند نه راسره کېږي. داسې لکه زما برخلیک چې یوه معامله وي. ځکه هغه سړی ډېر زوړ و او زما مور غوښتل ما هغه ته ورکړي او لور یې زما ورور ته وکړي. دغه راز دغو خلکو د دواړو خواوو د واده لګښتونه ورکول، له همدې امله زما مور ډېره خوشحاله وه او زما د راتلونکي په تړاو یې فکر نه کاوه، هر څه مې چې ورته ویل باک یې نه و.»

د دغې پرېکړې له امله رامنځته شویو رواني فشارونو هغه د ځان‌وژنې تر بریده ورسوله او د موږکانو زهر یې وخوړل، خو روغتون ته له لېږدول کېدو او درملنې وروسته یې ژوند وژغورل شو.

رحیما وايي دا ترخه تجربه د دې لامل شوه چې کورنۍ یې لږ تر لږه د یو څه وخت لپاره پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي. هغه زیاتوي: «نه مې غوښتل مړه شم؛ ما غوښتل څوک زما غږ واوري. یوې خونې ته لاړم او ور مې راپسې کولپ کړ. د موږکانو زهر مې وخوړل. کله چې زما کورنۍ متوجه شوه، دروازه یې ماته کړه او زه یې روغتون ته بوتلم. په روغتون کې زما معده ومینځل شوه. حالت مې خورا خراب و. په هماغه روغتون کې یو سپین ږیری هم راغی او زما وضعیت یې ولید. له دې پېښې وروسته مې کورنۍ مجبوره شوه پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د راپور پر بنسټ چې د ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۳۱مه خپور شوی، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د کم عمره نجونو د ودونو شمېر پکې لوړ دی. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۸.۷ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې او ۹.۷ سلنه تر ۱۵ کلنۍ وړاندې واده کوي.

نړۍوال بنسټونه بې‌وزلي، زده کړو ته د لاسرسي محدودیت، جنسیتي نابرابري او ټولنیز دودونه د دغې ښکارندې د دوام اصلي لاملونه ګڼي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي دي؛ هغه محدودیتونه چې د بشري حقونو د بنسټونو په باور، د جبري او له وخته مخکې  ودونو پر وړاندې یې د نجونو زیانمنتیا زیاته کړې ده.

د بشري حقونو د بنسټونو او خپلواکو رسنیو راپورونه ښيي چې جبري او د کم‌ عمره ودونه لا هم په ډېر شدت سره دوام لري او ډېری کورنۍ د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو له امله خپلې لوڼې واده کولو ته اړ کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

له جبري واده وروسته نه ختمېدونکی کړاو؛ «نه د تښتېدو لاره لرم او نه د ژوند کولو توان»
ښځې

له جبري واده وروسته نه ختمېدونکی کړاو؛ «نه د تښتېدو لاره لرم او نه د ژوند کولو توان»

۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726908396]
سرچینې: په کندز کې د طالبانو د کرنې  رییس د جبري واده له امله پر عمري بند محکوم شوی دی
خبرونه

سرچینې: په کندز کې د طالبانو د کرنې رییس د جبري واده له امله پر عمري بند محکوم شوی دی

۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724314194]
ځانګړي

له سينده لېرې پروت کب؛ د يوې اجباري نکاح کيسه

۶ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۲۵ فبروري ۲۰۲۳ [t_time:1677329936]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.