له سينده لېرې پروت کب؛ د يوې اجباري نکاح کيسه

سودابه عزیزي

یادونه: لیکوالې دا کیسه د قرباني له خولې لیکلې ده.

سترګې یې ورتړلې وې، هماغه سترګې چې یوازې له خوب لیدلو سره آشنا وې. کراره او غلې وېده وه، د هغه ماشوم په څېر چې د ګېډې تر مړېدو وروسته د خپلې مور په غېږ کې آرام کوي. مخ یې لکه ګچ سپين او بې رنګه شوی و، تورو بڼو یې هغه شپه را په ياد کړه، چې له خپلې کورنۍ سره پنجشیر ته تلله.

د سهار څلور بجې وې، تر دروازې مې د هغوی ملتیا وکړه. د مخې ښې په پلمه مې څو شیبې ترڅنګ پاتې شوه. مخ مې یې نه شوای لیدلی. د ګرځنډه ټلیفون رڼا ته یې سترګې بریښېدې. شونډې یې د بدخشان لالونو ته ورته وې. د سترګو تور رنګ یې تر هغې شپې تیاره و، باڼه مې یې شمېرلی شوای. د اوښکو څاڅکی یې د بڼو په منځ کې بند پاتې وو. د سترګو په رپېدو سره یې له سترګو اوښکې روانې شوې او نورو څاڅکو ته یې لاره پرانېستله. اوښکې یې یو په بل پسې راتلې او ورکېدې، کټ مټ لکه په سمندر کې د باران څاڅکي. د سترګو کاسې یې د دیوالي ساعت چوکاټ ته ورته وې چې په هر ځل رپېدو سره یې مې احساس کاوه چې له هغې سره مې مې د پاتې کیدو وروستۍ ثانیې اعلانوي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط دوه ورځې وړاندې د ملکې کورنۍ پنجشیر ته ولاړه. هغه شپه موږ ټول په وروستي ځل یوځای وو. دا هغه شپې او ورځې وې چې زه د «وروستي ځل» په مانا وپوهیدم. له دغو وروستیو ځلونو، نه اوږده دردونه له بې پایه څانګو او پاڼو سره خړوبېږي او انسان دومره ماتوي چې له سړي د لومړي او وروستي ځل ترمنځ مانا ورکه شي. عجیبه شپه وه. کله به په کور کې داسې چوپتیا خوره شوه لکه نیمه شپه چې د مړو د ښار په منځ کې ولاړ يې او کله به دا چوپتیا داسې ماتېده چې له اوږدو خبرو وروسته به مرۍ وچې شوې وې د اوبو ګیلاسونه په سراړول کېدل. د دسترخوان پر سر د ملکې پلار د طالبانو د پخواني رژیم په اړه خبرې کولې او دا چې څنګه یې پښه پرې شوه. د ملکې ورور بیا دا کیسه کوله چې طالبانو څنګه یوه ورځ له دې امله چې په ښوونخي کې یې لونګۍ نه وه تړلې، د پښو په تلو په قمچینو وهلی و او د هغه چا د برخلیک په اړه غږېده چې له کمیس او پرتوګ پرته یې نورې جامې یې اغوستې. خور مې ویل:« زما او د یوه ړانده توپېر یوازې په رنګ کې دی. هغه هر څه تور ګوري او زه یې سپین ګورم. کاشکې چې کولای مې شوی د مینې رنګ سور او یا د سولې رنګ نیلي ووینم. کاشکې مې کولای شوی چې آزاده سپینه کوتره لمس کړم او الوت ورکړم.

زموږ د خویندو او میندو درد بل څه و. هغوی د خپل عمر په ټولو کلونو کې د بې سوادۍ بار په اوږو وړی و. د هغه ړوندوالي خبرې یې کولې چې لکړې ته یې اړتیا نه لرله. هغوی پر خپل برخلیک د بل نسل له اخته کېدو په وېره کې وو.داسې برخلیک چې د کلونو تېرېدو یې تشه ډکه کړې نه ده. هغوی د محرومیت خبرې کولې، د ژوند له حقه د محرومیت او له لومړنیو بشري حقونو نه د محرومیت، له یوه عادي ژونده د محرومیت چې ښایي ورسره نا آشنا وو.

ملکې به د خپلې کورنۍ د هر غړي له کیسې سره ژړل او کله به مې چې د هغې غمجن مخ ته کتل نو له اوښکو په ډکو سترګو به یې راته مسکا کوله. د شپې پر ۱۲ بجې له ملکې سره د کور بام ته ولاړم. د سپوږمۍ رڼا خوره وه، اسمان روڼ او سیمه غلې وه. په هغې شپه ان ملخان هم غلي وو. د ونو پاڼې نه نڅېدې او ته به وایي چې باد د اسمان او ځمکې تر منځ ځوړند پاتې وي. د باد نه غږ و او نه هم لوری څرګند و. له توفانه مخکې خاموشي،؛ ملکې د سپوږمۍ رڼا ته کتل. هره شېبه یې په څه پسې سترګې غړولې لکه په څه پسې چې ګرځي. د پوهېدو لپاره مې ترې وپوښتل: په څه پسې ګرځې؟ ويې ويل:« انا به مې ویل که دې پوره سپوږمۍ وليده، نو لمونځ وکړه. زه د یوې هیلې په لټه کې یم چې د پوره کېدو لپاره یې دعا وکړم؛ خو داسې ده لکه چې خپلې هيلې مې په پنسل ليکلې وي او اوس یې د پاکېدو غږ اورم. زه داسې احساس کوم چې یو څوک زما هیلې له مینځه وړي. ومې ویل په ګډه به نورې ښکلي هیلې رسم کړو. ويې ويل: ايا موږ تر دې ښه او ډېرې ښکلې هیلې لرو؟

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، پنجشیر یوازینی ولایت و چې د طالبانو پر وړاندې ودرېد. د ملکې ورور او پلار له مقاومت کوونکو سره یوځای شول. هغو مقاومت کوونکو سره چې د یوې ظالمې ډلې پر وړاندې په لږو امکاناتو سره درېدلي وو. پنجشېر، د ازادۍ وروستى سنګر او د شمالي غرونو ناوې په خپل څپانده سيند او لوړو غونډیو سره، په وروستيو لسيزو کې یې د نه نیول کېدونکي کلا په نوم يادېده؛ خو د مقاومت له پيل وروسته پنجشېر د هغه ټپي زمري په څېردی چې په وینو کې لت پت د غرونو ترمنځ پاتې وي. مقاومت کوونکي د طالبانو پر وړاندې تن په تن دریدلي دي او د مقاومت لسګونه جنګیاليو د خپلې خاورې له عزته د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ملکې پلار او ورور هم د آزادۍ د چریکانو په ډله کې د نابرابرې جګړې قربانیان شول. په پنجشېر کې له څو ورځو جګړو وروسته طالبانو د دغه ولایت ډېری سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، خو د مقاومت د چریکانو هیله لاهم ژوندۍ ده. له ملکې سره زما له وروستي اړېکې څو ورځې تیرې شوې وې او د هغې خبر مې نه درلود. برېښنا او مخابراتي شبکو ته د خلکو لاسرسی له منځه تللی و. له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانیدم چې پنجشیر ته ولاړ شم. د شپې مې خوب نه شوای کولی او هره شېبه د خپل ګرځنده تلیفون زنګ ته انتظاره وم چې د ملکې خبر واروم. یو سهار بالاخره پیغام راورسېد.

« سلام، امیر. هغه په وړو پتنګانو او سرو ګلانو جوړې اوږدې جامې دې په یاد دي؟ تا راته ډالۍ کړې وې. نور هغه جامې نه شم اغوستلای. پوهېږې ولې؟ پتنګان یې والوتل او ګلان یې د پتنګانو د بیلتون له غمه وچ شول او ورژېدل، زما کمیس یې لغړ کړ.»

ملکې د پيغام په دوام ليکلي وو: څومره ښکلې وه، هغه واکمني چې ته يې امير وې او زه يې ملکه وم. هغه واکمني ړنګه شوه او تاج مې مات شو. هغوی زما د تاج ګاڼه لوټ کړه. د تاج غمي مې څنګه بېرته ترلاسه کولای شم؟
د پیغام په لوستو سره مې یې زړه مات شو.

«امیره! زه له تاسره ستا د بیلتون د هرې ثانیې په اندازې مینه لرم. زه له تا سره د اسمان د رنګ د ښکلا په څېر، د لارې تر پایه، تر وروستۍ لارې او د معلا تر عرش پورې مینه کوم.

زه حیران وم چې ولې هغې دا پیغامونه لیکلي. څه پیښ شوي چې ما ته دا ټول شیان په یوځل یادوي؟
«دا دې سپینې جامې اغوندم. ما وبښه چې پرې مې نښودې دا جامې زما په ځان کې ووینې. د تللو وخت دی. ځم له خپله کمېسه الوتلو پتنګانو او ګلانو ته.»

هرڅومره زنګونه مې چې ووهل ځواب یې رانه کړ. څو ساعته وروسته د ملکې کور ته ورسېدم. کور له پېژاندو او ناپېژاندو کسانو ډک و. سړيو خپل مخونه په څاردونو پټ کړي وو. ځوانانو ځمکې ته کتل او ان زما په رسېدو سره یې سترګې یې له ځمکې پورته نه کړې. هغه کوټې ته ورسېدم چې ښځې پکې راټولې وې. زما په لیدو، هرچا چیغې وهلې. په کوټه کې یو جسد پروت و. د ملکې مور د مړي سر ته کراره ناسته وه. هغې پر جسد یوه ځای ته سترګې نیولې وې. نه مې غوښتل چې باور ورکړم چې هغه له پتنګانو سره یوځای شوې ده. که دا مړی د ملکې و، نو مور یې ولې هلته غلې ناسته ده؟ د ملکې توړۍ زه بلې کوټې ته بوتلم او راه ویې ویل چې باید ژر تر ژره له دې ځایه ولاړ شم. ما وپوښتل ولې؟ هغې وویل چې د ملکې میړه (چې طالب و) باید راشي او د هغې جسد ښخ کړي. «مېړه» هک حیران شوم، د ملکې کوژدن خو زه وم. کوم کوژدن؟ کوم مېړه؟ پوه نه شوم چې هغې څه وویل. داسې وم لکه ماغزه مې چې کنګل شوي وي. د ملکې توړۍ د هغوی کورته د تلاشي په پلمه د طالبانو د ورتلو کیسه وکړه. طالبانو په دوو شاهدانو سره ملکه نکاح له یوه ملا سره چې د دې ډلې غړی و، تړلې وه. د هغه څه له اورېدو وروسته چې پر هغوی تېر شوي، پوه شوم چې ملکې ولې دا پیغامونه رالېږلې وو. هغې غوښتل د خپلو هیلو د خښولو راته ووایي. ملکه د سرو ګلانو د وچېدو او پر هیلو یې خاورو ته اوښتو کیسه راته وکړي. طالبانو په هغې ورځ د ملکې روح د هغې له بدنه جلا کړی و او هغې یوازې د یوه خوځنده مړي په څېر ساه اخیسته.

په وروستي ځل مې غوښتل چې مخ یې وګورم. د هغې له مخه مې سپینه ټوټه لیرې کړه. پخوا به یې راته سلام کاوه، خو دا ځل موسکا هم ونه کړه. شونډې یې لکه چاودلې ځمکه وې، هغه ځمکه چې د کلونه کلونه وچکالۍ کړاو ځپلې او سمسورتیا او هیله یې ترې اخیستې ده. زما په لیدو یې سترګې خلاصې نه کړې چې هغه همیشنۍ رڼا یې وګورم. دغو لیدو هم ډير وخت دوام ونه کړ، د تګ وخت و. د دېواله له شا مې له غمه په ډک زړه د دهلیز منځ ته کتل. د ښځو ژړا نور هم زور واخیست او د هغې بې روحه جسد یې پروت کړ، په خپلو سترګو مې تابوت ته تر وروستي ځایه کتل او لیدل مې چې ژوند مې رانه بېلېږي.

ورته لیکنې

Back to top button