۸صبح، کندز: په کندز کې ځايي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې رییس مولوي امانالله حسن د دې ډلې د یوه جنګیالي له کوژدنې سره د جبري واده له امله له دندې ګوښه شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر لومړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې حسن د اوو میلیونو افغانیو د ورکړې په بدل د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یوه طالب جنګیالي ته له نکاح شوې نجلۍ سره د جبري واده له امله د دې ډلې د سترې محکمې له لوري پر « عمري بند» محکوم شوی دی.
نوموړي نږدې دوه کاله وړاندې د امام صاحب ولسوالۍ له یوې نجلۍ سره جبري واده وکړ.
په هغه وخت کې د طالبانو د کرنې رییس له درېیو محکمو وروسته د دې نجلۍ له پخواني کوژدنه د هغې طلاق واخیست او ځان ته یې نکاح کړه.
د سرچینو په وینا، حسن د دې نجلۍ کورنۍ ته د اووه میلیونه افغانیو پر ورکولو سربېره، شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ د محکمې او واده پر مراسمو لګولي دي.
د طالبانو د کرنې رییس اوس په کابل کې دی.
د یادونې وړ ده چې دغه ځایي طالب چارواکی تېر کال هم په دویم ځل خپلې درې ښځې د دې ډلې د کرنې ریاست له بودجې حج ته ولېږلې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د طالبانو د چارواکو او جنګیالیو د جبري ودونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.





