۸صبح، کابل: د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو له زده کړو ملاتړ د هغوۍ ژوند بدلولی او د غوره راتلونکې فرصت ورته برابرولی شي.
دغه بنسټ یکشنبه د وږي پر ۲۲مه د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو ویلي چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه ماشومان روانه اوونۍ بېرته ښوونځیو ته ستنېږي؛ خو په افغانستان کې لا هم د ډیرو ماشومانو د زده کړو پر وړاندې جدي خنډونه شته.
اروپایي تولنې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او اوس مهال شاوخوا نیمایي د ښوونځي عمر ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.
د دغې ادارې په وینا، له زدهکړو د بې برخې ماشومانو له ډلې شاوخوا یو میلیون ماشومان د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله له ښوونځيو څخه پاتې دي.
د دغه بنسټ په خبره، ډېرو افغان ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ د لرې والي، ستونزمنو لارو او نامناسبو اقلیمي شرایطو له کبله شونی نه دی.
اروپايي ټولنې زیاته کړې چې په دغو سیمو کې د ښوونېزو ټولګیو له جوړولو مالي ملاتړ کوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې نجونې او هلکان په عادلانه توګه زدهکړو ته لاسرسی ولري.





