• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په ناکامۍ اعتراف؛ لږترلږه ۵۰ سلنه ملي عواید غلا شوي دي

لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم

لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم
۱۲ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۱ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1617268507]

د ځوانانو د عالی شورا له پرانیستلو سره په یو وخت، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني اعتراف وکړ چې په افغانستان کې له دولتي سرچینو په سمه توګه استفاده نه ده شوې. هغه زیاته کړه چې ارګ او یو شمېر نور بنسټونه په دې کار کې ناکام وو او باید پر دې خبره اعتراف وکړو. له دې سره په یو وخت، ولسمشر غني جوته کړه چې لږ ترلږه ۵۰ سلنه ملي عواید غلا کېږي. هغه زیاته کړه چې اړتیا ده ځوانان له مالیې وزارت سره ملي بحث وکړي او د څارنې بهیر پرغاړه واخلي. د ولسمشر په وینا، هرڅوک چې د عوایدو د زیاتوالي او په هغې کې د روڼتیا لپاره تر ټولو ښه طرحه وړاندې کړي، د تدارکاتو قانون پربنسټ دې جایزه ورکړل شي. هغه همداراز وویل چې د طرحو مالکیت باید ځوانان په لاس کې واخلي. د ولسمشر په وینا، د حکومت اساسي موخه د ملت جوړونې بهیر دی او ځوانان باید اجازه ورنه کړي چې وحدت او یووالی یې له خطر سره مخامخ کړي. ولسمشر په داسې حال کې د ملي عوایدو د حیف ومیل یادونه کوي چې مالیې وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې کابو ۱۷۶ میلیارده افغانۍ راټولې کړې وې.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په افغانستان کې دولتي سرچینې په سمه توګه نه دي کارول شوې او کابو ۵۰ سلنه ملي عواید غلا کېږي. هغه د وري په اتمه نېټه د ځوانانو د عالی شورا په لومړۍ ناسته کې د وینا پرمهال، ارګ او ځینې نور بنسټونه له دولتي سرچینو په استفاده کې ناکام وبلل. نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې د افغانستان اداره ناکامه ده او باید پرې اعتراف وکړو. د ولسمشر غني په وینا، بې ځایه معاشونه ورکړل شول چې کومه پایله یې نه لرله. ښاغلي غني ان ټي اې معاشونه د بېلګې په توګه یاد کړل او وې وېل چې له هغې په سلګونه ډوله ناسمه استفاده شوې ده. د ولسمشر په باور، دا کار د مالیې وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون او یو شمېر نورو ادارو له خوا شوی دی.
د ولسمشر غني په وینا، دا کار له سرچینو معقوله استفاده نه ده. هغه له ځوانانو وغوښتل چې په دې برخه کې د څارونکو رول ولوبوي؛ ځکه دولتي سرچینې د خلکو دي. ښاغلي غني جوته کړه چې په همدې دلیل باید کله چې ځوانان د سرچینو ناسم کارول ویني، بدیلې طرحې ورته برابرې کړي؛ ځکه د هغه په وینا، په دې برخه کې ځوانانو ته اړتیا ده او که دوی په دې برخه کې همکاري وکړي، حکومت په همدې پیسو ځینې پروژې له پینځو تر لسو برابرو کارولی شي. ولسمشر زیاته کړه چې باید یو اخلاقي او ټولنیز قرارداد موجود وي ترڅو په اداره کې د هر ځوان په شته والي کې د افغان مېرمنې، افغان ځوان او بې وزلو پرګنو په وړاندې د دوی مسوولیت په روښانه توګه تشخیص کړي. ولسمشر همداراز له ځوانانو وغوښتل چې له ادارو اخلاقي تضمین واخلي. هغه د ځوانانو د مشرتابه شورا غړو ته په خطاب کې ووېل: «لومړی دا چې باید تاسو ټول ځوانان له ادارې اخلاقي تضمین واخلئ. تاسو باید د هغه ځوان په وړاندې چې فساد کوي، تعصب ته لمن وهي او ملي یووالي ته زیان رسوي، یا هم واقعا د کار وړتیا نه لري، ودرېږئ؛ ترهغه چې دا کار ونه شي، موږ مخکې نشو تلای.»
د ولسمشر په وینا، د تېرو ۴۲ کلونو بدبختي له دې ځایه پیل شوه چې ځوانان یې سره ووېشل، ځوان نسل یې متعصب کړ او د ځوان نسل کوچنی هویت یې د یو بل په وړاندې ودراوه. ولسمشر غني وايي چې اساسي موخه مو، ملي یووالی، د اساسي قانون ارزښتونه او د هېوادوالو برابري ده؛ ځکه که دولت د برابرۍ اصل ته پام ونه کړي او ټول افغانستان ته یو شان خدمت ونه شي، تفرقه رامنځته کېږي. هغه زیاته کړه چې د ځوانانو عالی شورا باید په بېلابېلو برخو کې منظمه آجنډا ولري او د اړوندې عالی شورا هرې ناستې ته د ځوانانو عالی شورا ځانګړي نظریات ولري. په دې توګه د ځوانانو عالی شورا باید د هر وزارت او دولتي ادارې لپاره ځانګړی وړاندیز ولري.
ښاغلي غني زیاته کړه چې د ننه په دولت او بهر کې د پراخو ولسي شبکو په توګه په خپل منځ کې ارتباط ټینګ کړي او د ځوانانو عالی شورا باید د رغنده بحثونو په مرکز بدله شي. ولسمشر وویل چې په هېواد کې ۴۲ کلنې جګړې او د سولې له حقه بې برخې کېدو ته په پام سره، باید افغان ځوانان عادل نظام پياوړی او لوری ورته وټاکي. ښاغلي غني جوته کړه چې د هېواد په هره سیمه کې ځوانان دي او پرته له دې چې ځوانان ځانونه بېګانه کړي، هېڅوک نه شي کولی دا مالکیت له هغوی واخلي. د ولسمشر په باور، هېواد تل یو موټی دی او هېڅکله یې د بېلتون شعار نه دی ورکړی. ولسمشر زیاته کړه چې ځوانان هم باید اجازه ورنه کړي چې څوک یې ملي یووالی له خطر سره مخامخ کړي. نوموړي زیاته کړه چې باید ظرفیتونه تشخیص شي او د افغانانو ظرفیتونه باید د دوی د نوښت له لارې په اساسي توګه لوړ شي.
ولسمشر غني په داسې حال کې د ملي بودیجې د نیمايي برخې د حیف و میل خبره کوي چې د مالیې وزارت په ۱۳۹۹ کال کې کابو ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. په دې توګه که دا بې ځایه لګول شوې پیسې پر ټولو عوایدو ورزیاتې شي، د ۱۳۹۹ مالي کال عواید ۳۴۸ میلیارده افغانیو ته رسيږي. له دې مخکې نړیوالو څارونکو بنسټونو هم ویلي و چې د افغانستان د ګمرکونو نیمايي عواید حیف و میل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.