یادښت: رینا امیري د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ده. هغې دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا په هغو مذاکراتو کې ګډون کړی و چې د افغانستان د وضعیت په اړه ترسره شول. نوموړې په یوې جنجالي ټویټ کې ویلي چې د یو شمېر ښځو او ښځینه فعالانو په غوښتنه، دوحه کې له طالبانو سره خبرو ته کېناسته. رینا امیري له ۸صبح ورځپاڼې سره په دې مرکه کې له طالبانو سره د ښځو د حقونو په برخه کې د امریکا د مذاکراتو، د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د کاري موخو، د طالبانو فعالیت او د دې ډلې پر سیاستونو د هغې د ارزونې په اړه خبرې کړې دي. نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي، که څه هم دا تضمین نشته چې طالبان به بشري حقونو ته ژمن شي، خو د دې ډلې پر وړاندې به فشارونه دوام ولري. د رینا امیري په وینا، له طالبانو سره د امریکا تعامل یوازینۍ لاره نه ده او دغه هېواد د طالبانو د حساب ورکونې لپاره له محدودیتونو او بندیزونو څخه کار اخیستی دی. ۸صبح تاسو ته د دې مرکې د لوستلو بلنه درکوي.
۸صبح: تاسو په دې وروستیو کې د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو په کلنۍ ناسته کې ګډون کړی و. په دې ناستو کې څه وشول او په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان ښځو پر وضعیت څنګه او څه خبرې وشوې؟
رینا امیري: ما چې لیدل په دې ناستو کې د افغانستان پر مسئالې ډیر تمرکز کېدو، په ځانګړې توګه د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشري حقونو د عالي کمیشنر په مشرۍ، زه ډېره خوشحال شوم.
په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالیتونو په اړه نور پروګرامونه هم جوړ شوي وو. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لوړپوړو چارواکو له لورې په یوې اونۍ په کې لږ تر لږه درې مهمې غونډې ترسره شوې، چې په کې د افغان ښځو پر وضعیت متمرکزه د وزیرانو په کچه غونډه هم شامله وه.
دا پیښې څرګندوي چې نړۍواله ټولنه افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونه ته د یو لوی لومړیتوب په توګه ګوري. په دې ناستو کې ویناوالو د یوه باثباته او امن افغانستان د ترلاسه کولو لپاره د ښځو د حقونو پر اساسي مسایلو ټینګار وکړ او ویې ویل، تر څو چې د افغانانو حقونو ته درناوی نه وي شوی، له طالبانو سره به اړیکې عادي نه شي او په ځانګړې توګه په دې برخه کې باید بدلون را نه شي. هغه پالیسۍ چې د زده کړې، کار او په عامه ځایونو کې د ګډون څخه د ښځو او نجونو د وتلو لامل شوي دي.
۸صبح: تاسو ښايي د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه د افغان ښځینه فعالینو د نیوکو له څپې خبر یاست. تاسو وویل، چې له افغان ښځو سره تر مشورې وروسته مو له طالب چارواکو سره غونډه لرله. ستاسو دغه ادعا اکثرو افغان فعالینو رد کړې ده. ایا تاسو کولای شئ د هغو ښځو نومونه واخلئ چې تاسو د طالبانو له چارواکو سره له کتنې مخکې ورسره مشوره کړې؟
رینا امیري: زه پوهیږم چې ډیری افغان ښځې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل مخالفې دي. ډیریو یې له ما سره دا مسأله مطرح کړې ده. زه فکر کوم چې دا دریځ سم دی، ما هم د یو کال لپاره همدا دریځ درلود. بلخوا، په افغانستان کې دننه او بهر نورې ډلې هم شته چې پر دې باور دي، چې تعامل – یعني له طالبانو سره خبرې – د بدلون راوستلو او ځواب ورکونې ته د طالبانو د اړکولو لپاره یو اړین عنصر دی. اجازه راکړئ څرګند ووایم، چې له دغو ښځو یوه هم د طالبانو د مشروعیت او یا له هغوی سره د اړیکو د عادي کولو پلوۍ نه ده. زموږ هیڅوک د طالبانو د افراطي تګلارو ملاتړ نه کوي. خو ډېری دغه مېرمنې د کاري فضا د رامنځته کولو، د خپلو کورنیو د ملاتړ او د خپلو لوڼو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانېستلو لپاره فوق العاده خطرونه پر ځان منی او د طالبانو له ځايي چارواکو سره خبرې کوي. ځینو دغو نارینه وو او ښځو له ما غوښتي، چې له خپل دغه مقامه ګټه واخلم او همدا کار ترسره کړم. پر هغو خبرو سربېره چې ما له طالبانو سره کړې دي، د ملګرو ملتونو راپورونه هم دا مسأله ثابتوي چې د افغان ښځو داسې ډلې شته چې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي او پر هغوی فشار راولي. تاسو غواړئ چې زه د هغو کسانو نومونه واخلم چې پر ما یې ټینګار کاوه چې له طالبانو سره خبرې وکړم. زه به دا کار ونه کړم ځکه چې زه نه غواړم د دغو کسانو ته زیان ورسیږي ځکه له طالبانو سره د خبرو او تعامل پر پلوي افغان وګړو د بریدونو پېښې، په تېره بیا په ټولنیزو شبکو کې شوې دي. لکه څنګه چې موږ پر طالبانو د یو بل منلو او دیموکراتیکو خبرو اترو لپاره فشار راولو، لومړی باید پخپله پر خپلو خبرو عمل وکړو. باید د ټولو لپاره فضا موجوده وي – د ټولو هغو کسانو لپاره چې له طالبانو سره د تعامل مخالف یا موافق دي – څو د ټولو خبره واورېدل شي. په داسې یوې فضا کې چې انتخابونه د ګوتو په شمار دي او طالبان د بشري حقونو پر نقضولو بوخت دي او د ټولنې د نیمايي وګړو حقونه له پامه غورځوي، د دواړو ډلو نظرونه باید واورېدل شي. بالاخره ما پریکړه وکړه، چې له طالبانو سره وګورم ځکه چې د نړۍوالې ټولنې د ډیرو کلیدي غړو تر منځ د توافق درې ټکي شته: ۱) کورنۍ جګړې ته د بیرته ستنیدو لېوالتیا نشته. ۲) له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو هیڅ ملاتړ نشته او ۳) عملي تعامل ته اړتیا ده، څو هڅې ترسره شي او طالبان په یو شمېر مهمو مسایلو کې تر داسې فشار لاندې ونیول شي، چې په پایله کې یې په افغانستان کې وضعیت ښه شي. کله چې له طالبانو سره د مذاکراتو پرېکړه وشوه، زما لپاره پوښتنه دا وه چې ایا زه په افغانستان کې د امریکا د مشرتابه یوازینۍ غړې یم چې په دې مسأله کې مشارکت نه کوم یا ایا باید ولاړه شم او طالبانو ته څرګنده کړم چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وحشتناک وضعیت، د افغانستان په تړاو د متحده ایالتونو اصلي لومړیتوب دی؟ ما په دغو خبرو کې ګډون غوره کړ او دوه ورځې په دوحه کې وم او طالبانو ته مې وویل، چې په نورو برخو کې له پرمختګ پرته نه شي کولای چې له متحده ایالتونو سره د اړیکو پر عادي کولو بریالي شي، خو دا چې د افغانانو د حقونو درناوی وکړي، په تېره بیا، هغه فرمانونه لغوه کړي چې د ښځو پر ضد یې صادرکړي او د ښځو حقونه یې په نښه کړي دي. ما له خپلو همکارانو سره کار وکړ، څو ډاډ ترلاسه کړم چې دا مسأله په هر اړخیزه توګه په هره غونډه کې په پام کې ونیول شي. زه پر دې پریکړه پښیمانه نه یم. په داسې حال کې چې زه له طالبانو سره د خبرو کولو په تړاو شک په بشپړه توګه درک کوم، چمتو یم چې اوسمهال دا تګلاره وازمویم، څو وګورم چې ایا د افغانانو په وضعیت کې یو څه ښه والی راوستلای شي او کنه. په هرصورت، زه اوس هم پر دې باور یمه چې له طالبانو سره تعامل او خبرې بسنه نه کوي. له طالبانو سره د کتنې او تعامل ترڅنګ به، له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د تعامل او خبرو اترو د یوه پیاوړي بهیر د ملاتړ لپاره هڅې وکړم. زما دفتر په دې اړه په ځیرتیا سره کار کوي.
۸صبح: له طالبانو سره ستاسو د غونډې خپاره شوي عکسونه ښيي، چې حجاب مو اغوستی او ماسک مو تړلی. ولې مو داسې جامې واغوستې؟
رینا امیري: په ډاګه وایم چې، ما د دې غونډې په لړ کې حجاب نه و کړی. دغه راز، د هغې غونډې هر عکس چې تاسو لیدلی؛ واقعي نه دی ځکه چې په هغې غونډه کې هیڅ عکس وانخیستل شو. ما په لومړي ځل د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې په اوسلو کې له طالبانو سره په غونډه کې پړونی په سر کړی و، نه دلته.
۸صبح: تاسو له طالبانو سره په مذاکراتو کې د متحده ایالتونو د ګټو استازیتوب کوئ. بلخوا، ډیری افغان مېرمنې له تاسو هیله لري چې په طالبانو فشار راولئ څو هغه بندیزونه لېرې کړي چې پر ښځو یې لګولي دي. ایا تاسو فکر کوئ چې تاسو کولای شئ په هممهالي توګه افغان ښځې او د امریکا حکومت راضي کړئ؟
رینا امیري: زما دنده دا ده چې ډاډ ترلاسه کړم چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په ګډون بشري حقونه په ماناداره توګه د متحده ایالتونو په تګلاره کې شامل شي او په نړۍواله ټولنه کې له طالبانو او همکارانو سره په تعامل کې منعکس شي. دا د متحده ایالتونو ګټې دي چې زه یې استازیتوب کوم، او زه باور لرم چې پر طالبانو د فشار راوستو غوښتنه د افغانانو د غوښتنو له درناوي سره اړخ لګوي. زه هغه وړاندیزونه چې په افغانستان کې دننه او بهر یې له افغان ښځو اورم په هرو خبرو، په ځانګړې توګه له طالبانو سره په تعامل کې مطرح کوم.
۸صبح: ولې په ناڅاپي ډول له طالبانو سره تعامل د متحده ایالتونو لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوازینی غوراوی شوی دی؟ ایا دا پر طالبانو د فشار راوستو لپاره وروستی غوراوی دی؟
رینا امیري: له طالبانو سره تعامل یو له هغو ګامونو دی چې د امریکا حکومت یې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي د تضمین لپاره اخلي. متحده ایالتونو، له نړۍوالې ټولنې سره یوځای ځواب ویلو ته د طالبانو د اړ کولو لپاره ځیني تدابیر او محدودیتونه پلي کړي – لکه د وېزې محدودیتونه او د ملګرو ملتونو بندیزونه او د طالبانو په غړو باندې د سفر د بندیز ساتل.
۸صبح: کوم تضمین شته چې له طالبانو سره ستاسو خبرې په افغانستان کې هغوی بشري حقونو او د ښځو حقونو درناوي ته ژمن کړي؟ تاسو ولې له طالبانو د بلې ژمنې د اخیستو په لټه کې یاست، په داسې حال کې چې هغوی د دوحې په هوکړه لیک کې له امریکا متحده ایالتونو سره خپلې کړې ژمنې بابېزه ګڼي؟
رینا امیري: هیڅ تضمین نشته. د طالبانو د ژمنو په اړه د بدګمانۍ قوي دلایل شته، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه. خو موږ باید پر طالبانو دوامداره فشار راولو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سخت او پلان شوي تبعیض د پای ته رسولو په ګډون د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ۴۰ میلیونو افغانانو د ناوړه وضعیت د ښه کولو لپاره له هرې وسیلې کار واخلو.
۸صبح: له طالبانو سره ستاسو مذاکراتو او له دغو مذاکراتو د افغاني ټولنې د پراخ رضایت نشتوالي ته په پام سره، تاسو په دې هېواد کې د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو د حقونو راتلونکي څه ډول اټکلوئ؟
رینا امیري: راتلونکې ته به لاره له ننګونو ډکه وي او په داسې حال کې چې د نړۍوالې ټولنې رول مهم دی، د افغانانو رول خورا حیاتي دی. افغان نارینه باید د هغو ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د افغانانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې د رامنځته کولو لپاره باید زیاتې هڅې وشي. نه زغم یوازې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي پر بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو ګوزار وکړي. دا ګټور کار نه دی، چې پر هغو خلکو چې له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي دي د طالبانو د خواخوږو ټاپه ووهو او هغه کسان له پامه وغورځوو، چې له طالبانو سره د خبرو مخالف دي. که څه هم ښایي ځینې نظرونه متفاوت وي، موږ باید په یاد ولرو چې د ډیری افغانان په منځ کې د مبارزې لپاره یو ګډ دلیل شته او هغه د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی دی.
۸صبح: په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو ډیري سرغړونې شوې دي. د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو د ظلمونو په اړه راپور ورکړی دی. ایا دا راپورونه کافي نه دي چې پر طالبانو نړۍوال فشارونه پیل کړي؟
رینا امیري: باید په څو برخو کې کار وشي. موږ د رسنیو پوښښ ته هم اړتیا لرو چې عامه پوهاوی رامنځته کړي او داسې هدف لرونکي پیغامونه ولري چې له ناسم پوهاوي سره مبارزه وکړي او د دغه ناسم پوهاوي مخه ونیسي چې دا مسأله د افغانانو له کلتور او مذهب سره تړاو لري. موږ دغه راز مستند کولو او د شواهدو راټولولو ته هم اړتیا لرو څو عدالت او ځواب ورکړه تضمین کړو. دا اړینه ده چې نړۍواله ټولنه په یوه خوله خبرې وکړي او له یو بل سره په خپلو تعاملاتو کې بشري حقونو ته د لومړیتوب ورکولو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
۸صبح: د افغان ښځو د حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، د طالبانو پر وړاندې د دې ادارې د تګلارو د بدلون لپاره ستاسو موخې څه وې؟
رینا امیري: ما هغه هڅې چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ترسره کیږي، د خپل لومړیتوب په توګه په پام کې نیولې دي. دلته به تاسو ته د هغو د درېیو مواردو یادونه وکړم: لومړی، د افغانستان-امریکا د مشورتي میکانیزم جوړول. دا میکانیزم په دې موخه جوړ شوی څو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانانو غږ د امریکا او نړۍوالې ټولنې په تګلارو کې په ماناداره توګه شاملېږی. د دې لپاره چې په دې بهیر کې د افغانستان له دننه او بهره زیات غږونه واورېدل شي، موږ هڅه کوو، چې لا زیاتې سرچینې ترلاسه کړو.
دویم، موږ د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو ادارو او دفترونو په همکارۍ، د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه ټولنه (AWER) تاسیس کړې ده. دا ټولنه یو عمومي -خصوصي شراکت دی چې موخه یې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو لپاره د زده کړې، تشبث او په کاري ځواک کې د ګډون ملاتړ دی. په همدې موخه د راتلونکي کال په پیل کې د یو شمیر شراکتونو په اړه ځینې اعلامیې خپروو.
درېیم، زه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له نړۍوالو همکارانو په ځانګړې توګه ډیری مسلمانو هیوادونو سره سخت کار ته دوام ورکوم او خوښه یم چې ډیر هیوادونه د ښځو او نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې په ګډون د دیپلوماتیکو او عملي مرستو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
۸صبح: ایا فکر کوئ که طالبان د ښځو په اړه خپله تګلاره نرمه کړي، په راتلونکي کې به د امریکا او طالبانو تر منځ اړیکې نورې هم نرمې شي؟
رینا امیری: په تېرو دوو کلونو کې طالبانو پر افغان ښځو د خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د کارولو په برخه کې محدودیتونه لګولي، چې له همدې امله د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ دغه وضعیت «په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد حالت» بللی دی. د دې لپاره چې اړیکي په ماناداره توګه ښې شي، د طالبانو په تګلارو کې باید د پام وړ بدلون راشي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو د حقونو په اړه.
۸صبح: ایا تاسو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د متحده ایالتونو د پانګونې د ساتنې لپاره راتلونکې وینئ؟ ایا د دغو لویو پانګونو د ساتلو امکان شته؟
رینا امیري: د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض او د افغانانو ځپل د بشري حقونو یوه جدي مسأله ده. دا دغه راز اقتصادي، امنیتي او د ثبات مسأله هم ده چې نه یوازې د امریکا متحده ایالتونو، بلکې د هر هغه هېواد لپاره چې د یو باثباته، پایېدونکې او خوندي افغانستان په لټه کې وي، اساسي ده. له همدې امله بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د متحده ایالتونو او نړۍوالې ټولنې لپاره یو لومړیتوب پاتې شي.
۸صبح: له ځینو طالب چارواکو سره ستاسو له تعامل وروسته، فکر کوئ چې په افغانستان کې د طالبانو په اوسني حکومت کې د «ښو طالبانو» او «بدو طالبانو» تر منځ توپیر شته؟
رینا امیري: زما پر باور د هغوی ډلبندي دومره ساده نه ده. طالبان یو ایډیالوژیک غورځنګ دی. نو کیدای شي ترمنځ یې جزيي توپیرونه وي، خو دومره جدي نه دي لکه څومره چې ځینې ورته هیله من وو. زه باور لرم، چې یو شمېر طالبان پر دې پوه شوي چې د هغوی د بې رحمانه ځپلو اوسنۍ ستراتیژي، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې او د هغوی مستبدانه او محدودوونکې تګلارې به خپلو موخو ته د هغوی د رسېدو لامل نه شي. لکه څنګه چې ما له طالبانو سره په خپلو کتنو ویلي دي، چې په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هر غورځنګ هڅه کړې چې د انحصاري تګلارو له لارې حکومت وکړي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي چې په پایله کې یې دغه تګلارې د خلکو د باورد له لاسه ورکولو او د هغوی د تباهۍ لامل شوي دي. طالبان له دې چارې مستثنی نه دي او که په خپلو تګلارو کې بدلون را نه ولي، له ورته برخلیک سره به مخ شي.
۸صبح: وروستۍ پوښتنې په توګه، تاسو په راتلونکو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه څنګه ارزوئ؟
رینا امیری: که طالبان په همدې ډول خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي چې په پام کې یې نیولي دي، بې وزلي، کډوالي او بې ثباتي به نوره هم زیاته شي. خو زه د افغانستان پر خلکو باور لرم. دا په تاریخ کې لومړی ځل نه دی چې افغان ښځې او نجونې له داسې ستونزو سره مخ شوي دي. هغوی له دغو ستونزو تېرې شوي او بیا به هم دا کار کوي. ښايي تر دوو کلونو زیات وخت ونیسي، خو زه په ډاډ سره ویلای شم چې افغانستان پر دې سخته لاره د دې لپاره مزل نه دی کړی چې اوسني ستونزمن حالت ته تسلیم شي. زموږ مسوولیت دا دی چې د هغو زړورو افغانانو ملاتړ وکړو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او د هغوی غوښتنو ته په درنه سترګه وګورو.