کابل ښار کې چاودنه؛ د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

۸صبح، کابل: کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور جنګیالی ټپیان دي.

په کابل کې سرچینې وايي، چاودنه پنجشنبه د کب میاشتې پر څلورمه نېټه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو د غونډۍ په سیمه کې شوې ده.

پيښه په دې سيمه کې د طالبانو په يوه امنيتي پوسته کې د ځای‌پرځای شوي چسپکي ماين د چاودنې له امله شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژل شوي طالب قوماندان نوم سميع‌الله دى او د کارته نو په غونډۍ سيمه کې د دغې ډلې د پوستې مسوول هم و.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې او د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دوې ورځې وړاندې هم د کابل ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د طالبانو يو «هایلکس» موټر د مقناطيسي ماين د چاودنې ښکار شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button