د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه ناوخته د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت غځولو پرېکړهلیک تصویب کړ. امنیت شورا ویلي چې د دغه پرېکړهلیک مسوده جاپان تیاره کړې وه او د دغې شورا ډېریو غړو مثبته رایه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په سویس کې د افغانستان سفیر د یوناما سیاسي ماموریت «ناکام» بللی دی. د نوموړي په خبره، ښايي د یوناما مشره د طالبانو پر وړاندې له بشري ارزښتونو د دفاع وس ونه لري. هغه وايي چې د یوناما سیاسي دفتر دې له افغانستانه بهر ولېږدول شي څو په خبره یې، دغه بنسټ ته طالب مخالفې ډلې په ځانګړي ډول مدني ټولنې لاسرسی ولري. له دې سره هممهاله، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان له امنیت شورا مننه کړې چې د یوناما ماموریت یې وغځاوه. نوموړي په افغانستان کې د پراخ جوړښت د جوړېدو او بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو وضیعت ته د رسيدګۍ غوښتنه وکړه. بلخوا، طالب ضد سیاسي خوځښتونه بیا په افغانستان د یوناما د فعال رول غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا بنسټ دې له منفعل حالته راووځي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه د کب پر ۲۵مه د شپې ناوخته یو کال نور هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه. د امنیت شورا په ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پرېکړهلیک کې راغلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۱۷مې غځېدلی دی.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغه سازمان امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت له غځولو مننه کړې او دا یې د افغانستان لپاره ګټور بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیاته کړې چې افغانستان له یو شدید ناورین سره مخ دی چې په خبره یې، وضعیت ته د رسیدګۍ په موخه د طالبانو د بېوسۍ او نه ژمنتیا له کبله لا پراخ شوی دی. ښاغلي فایق هیله ښودلې چې د امنیت شورا پرېکړهلیک به په افغانستان کې د سولې، ثبات او پراخبنسټه حکومتولۍ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت په ګډون د بشري حقونو په اړه د راپور ورکولو او څارنې حیاتي رول لاڅرګند کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د نړیوالۍ ټولنې د اصولو له مخې د ثبات پر لور د رهي کېدو په موخه له افغانستان سره په تعامل کې د یووالي او اجماع د دوام غوښتنه وکړه. نوموړي ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ثبات رامنځته کېدو او په نړیوال نظام کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره د عدالت، قانون حاکمیت او د خلکو ارادې له مخې د یو مشروع او ټول شموله حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، څو په خبره یې، د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
بلخوا، د سویس په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندېشه وايي چې افغانان د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له ماموریته په ځانګړي ډول د دغه بنسټ له سیاسي استازولۍ خوشحاله نه دي. د نوموړي په خبره، د یوناما مشر/مشرې د کار یوه بنسټيزه دنده دا ده چې د بشري حقونو او بشردوستانه مرستو ترڅنګ باید له اړوند خواوو سره د افغانستان سیاسي کشالې ته د رسیدګۍ لپاره سیاسي خبرې اترې وکړي او دې چارې ته دوام ورکړي. په جینوا کې د افغانستان سفیر زیاتوي چې د یوناما مشرې باید د طالبانو له مخالفانو سره خبرې اترې کړې وای او د مذاکرې بهیر ته یې لار پرانېستی وای. نوموړی ټينګار کوي چې یوناما «په دې برخه کې هېڅ کار نه دی کړی. دا مېرمن [روزا اوتنبایوا] په سیاسي برخه کې توانېدلې نه ده چې خپله دنده سمه پرمخ بوځي.»
ښاغلی اندېشه وايي ښايي د یوناما مشره روزا اوتنبایوا له طالب چارواکو سره د خپلو کتنو پر مهال توانېدلې نه وي چې د بشري حقونو مسایل راپورته کړي. نوموړی زیاتوي: «که له طالبانو سره یې لیدلي، ښايي د بشري حقونو بحثونه یې په سمه توګه نه وي مطرح کړي.»
په جینوا کې د افغانستان سفیر د یوناما تېر یو کلن ماموریت «ناکام» بللی دی. نوموړی وايي: «زموږ وړاندیز دا و چې د طالبانو د پخواني رژیم په څېر د یوناما ماموریت په افغانستان کې دننه د بشري حقونو او بشردوستانه مامورانو کچې ته راټيټ شي او سیاسي دفتر دې له افغانستانه بهر ولېږدول شي؛ هغه ځای ته چې د مدني ټولنې په ګډون ټول طالب ضد سیاسي جوړښتونه لاسرسی ورته ولري.»
بلخوا، د مقاومت ټلوالۍ د بهرنیو اړیکو مسوول عليمېثم نظري له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «د یوناما ماموریت او شتون اړین دی، داسې مهال چې افغانستان ګوښی شوی دی، څو د ملګرو ملتونو یوه ښه استازولي له سیمې او نړۍ سره د افغانانو د اړیکو نیولو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.» نوموړی بیا د دغه بنسټ پر کړنو نیوکه کوي او وايي: «د هغو ۱۰ ماموریتونو پر بنسټ چې ورکړل شوی، په بېلابېلو برخو کې د فعال او مخنیوي رول لرلو پر ځای د کمکارۍ یا په واقعیت کې یو غبرګوني چلن ترې ترسترګو شوی دی.» نظري هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) به د خپل ماموریت له غځېدو وروسته، په سمه توګه خپلې موخې تعقیب کړي.
دغه راز، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ویاند خالد پښتون بیا په افغانستان کې د یوناما کړنې اغېزناکې بولي او وايي چې یوناما ټول مسایل له نږدې تحلیل او ارزوي او په خبره یې، د ماین پاکۍ او افغانانو سره د مرستو برخې یې بریالۍ دي. نوموړی وايي چې د سرچینو کارولو، د سیمهییزو ټولنو د اغېزمنتوب او پراخ بشردوستانه لید، له دولتي او نادولتي ادارو او نورو ذیدخلو اړخونو سره د همکارۍ په برخه کې د یوناما تخصصي کارونه او د بنسټیزو ننګونو د حل په برخه کې د افغانانو او سیمې په ګټه تمام شوي دي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ویاند زیاتوي چې طالبان د بشردوستانه مرستو په چارو کې لاسوهنه کوي او په خبره یې، بشري بنسټونه ګواښي چې که د دغې ډلې اړوند کسان د مرستو په نوملړ کې ونه نیسي، موسسو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي او هڅه کوي چې د موسسو ټول کړنې تر خپل کنټرول لاندې راولي. ښاغلی پښتون وايي چې یوناما دې قوي او جدي تیاری ولري او په وینا یې، طالبانو ته دې د بشر دوستانه مرستو په چارو کې د لاسوهنې او له انساني مرستو د ناسمې ګټې اخیستنې اجازه ورنه کړي.
د یادونې ده چې یوناما د ملګرو ملتونو د پخواني پرېکړهلیک پر بنسټ د تېر یو کال په هرو درېیو میاشتو کې د دغه سازمان سرمنشي ته د افغانستان امنیتي، اقتصادي او بشري حقونو وضعیت په اړه راپور وړاندې کاوه چې د دغو راپورونو له مخې، طالبانو په دې موده کې د غچاخیستنې او ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ده. یوناما په افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال د بن له غونډې وروسته د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړهلیک له مخې خپلې چارې پېل کړې. له هغې مودې راوروسته، هر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ د کار دوام لپاره رایه اچونه کوي.
دمګړۍ د قرغیزستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتنبایوا د یوناما مشري کوي. ځينو سیاسي څېرو د هغې یو کلنې کړنې ناکامې بللې دي.