د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیله به په منځني ډول ۱۱ ماشومان اروپا ته د رسېدو په هڅه، په سمندرونو کې مړه کیږي.
یونیسف د جمعې په ورځ د جولای په ۱۴ مه اعلان وکړ، چې په هیوادونو کې شخړې او د اقلیم بدلون د دې لامل شوی چې دغه ماشومان اروپا ته لاړ شي.
د دغه نړیوال سازمان په وینا، مدیترانې سمندر په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو وژونکې لار بلل شوې ده.
د مهاجرت او بې ځايه کيدو په برخه کې د يونيسف مشرې ويرنا کناس وويل چې په دې لاره کې د وژل شويو ماشومانو شمير ښايي له اعلان شويو شميرو څخه لوړ وي.
د ماشومانو وجهي صندوق په وینا، اروپا ته د ماشومانو مهاجرت د ورته وخت په پرتله دوه چنده شوی او سږکال اروپا ته د ننوتلو ماشومانو شمیر 11,600 تنه اټکل شوی.
کناس په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل،چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د بې سرپرسته یا جلا شویو ماشومانو شمېر ۳۳۰۰ ته رسېدلی دی.
یونیسف دا هم وایي نړیواله ټولنه دغه ستونزه له پامه غورځوي.
د راپورونو له مخې، ښايي کډوال ماشومان د لارې په اوږدو کې له توقیف، محرومیت، شکنجې، قاچاق، تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له نړۍ غوښتي، چې له غندلو څخه لاس واخلي او په دې برخه کې مناسبه حل لاره ومومي.