۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، افغان ښځې او ځوانان دې په هغو پرېکړو کې چې راتلونکې یې ټاکي، اغېزناکه ونډه ولري.
فایق سهشنبه د لړم پر ۱۲مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان استازولي ژمنه ده چې د هېواد د ښځو او ځوانانو غږ تر ملګرو ملتونو ورسوي او لیدلوری یې په خپلو ډیپلوماټیکو فعالیتونو کې وڅاري.
نوموړي د افغان ځوانانو د هیلو، ننګونو او فرصتونو په اړه یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې په تېرو پنځو کالو کې د هېواد له ځوانانو سره بېثباتي او پراخ محدودیتونه مل و.
د فایق په وینا، ګڼ افغان ځوانان له زدهکړو بېبرخې شوي، کاري فرصتونه یې له لاسه ورکړي او په ټولنیزو فعالیتونو کې له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې د دغه وضعیت ناوړه اغېزې په ځانګړې توګه پر نجونو او ځوانو ښځو سختې او د یونیسف د راپور پر بنسټ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
فایق ټینګار کړی چې هلکان او ځوانان هم له بېوزلۍ، د کاري فرصتونو له کمښت، د زدهکړو د فرصتونو له لږوالي او د بیان ازادۍ له محدودیتونو سره مخ دي.





