۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ وايي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین روان دی او له پنځو کالو د کم عمره ټولو ماشومانو د واکسینولو هڅې دوام لري.
نوموړي بنسټ سهشنبه د لړم پر ۱۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې له پنځو کالو د کمعمره هر ماشوم واکسینول د ټولو ګډ مسوولیت دی څو پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی وشي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ټينګار کړی چې د واکسیناسیون په دغه کمپاین کې چې له دوشنبې راهیسې په ټول افغانستان کې پیل شوی، له پنځو کالو کمعمره ټول ماشومان دې واکسین شي.
دغه بنسټ په وار وار له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو، هغوی له دغې ناروغۍ خوندي کړي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی و چې د روان میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې د پولیو د لومړۍ بڼې ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.





