۸صبح، کابل: د بشري حقونو «ههنګاو» سازمان خبر ورکړی چې د ایران د اصفهان په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د لړم پر ۱۱مه ویلي چې دا کسان ۴۳ کلن مبارک محمدي او ۴۹ کلن قاسم ملاامیني نومېدل او دواړه د شبرغان ښار اوسېدونکي و.
ههنګاو زیاته کړې چې دا دوه افغانان شاوخوا دوه کاله مخکې د نشهیي توکو د لېږد په تور نیول شوي او په یوې ګډې دوسیې کې پر اعدام محکوم شوي و.
دغه بنسټ زیاته کړې چې هغوی د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۱مه په دار ځړول شوي دي.
ایران له دې مخکې هم ګڼ افغانان اعدام کړي دي.





