۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کور ته د طالبانو د ننوتلو او له هغه سره د خلکو او قومي مشرانو د لیدنو مخنیوی، په کلکو ټکو غندلی دی.
فایق پنجشنبه د تلې پر ۲مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې افغانستان په زور، ګواښ، وېرولو او د بېلابېلو نظرونو د غلي کولو له لارې نه شي اداره کېدای او په وینا یې، دا ډول چلند نه مشروعیت رامنځته کوي نه ثبات.
نوموړي حامد کرزی د هېواد پېژندل شوې سیاسي او ملي څېره بللې او ویلي دي چې هغه په تېرو کلونو کې پر سولې، یو بل منلو، خبرو اترو او د ملي ګټو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
فایق زیاته کړې چې حامد کرزی د بل هر افغان په څېر حق لري په هېواد کې په عزت او امنیت کې ژوند وکړي، له خلکو سره لیدنې ولري او په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي.
هغه همداراز ویلي چې افغانان حق لري په ازاده توګه له یو بل سره وګوري او خبرې وکړي او د خپل هېواد د برخلیک او راتلونکي په اړه نظر څرګند کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ټینګار کړی چې له اوسني بحران څخه د وتلو لار په زغم، ملي خبرو اترو، د وګړو د حقونو او کرامت په درناوي او یوې رښتینې او ټولشمولې سیاسي پروسې کې ویني.





