د یوې تازه نظرپوښتننې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت کم شوی او له منځمهالو ټاکنو مخکې له ډيموکراټانو د ملاتړ کچه لوړه شوې ده.
نړیوالو رسنیو یکشنبه د اکتوبر پر ۱۸مه راپور ورکړی چې دا نظرپوښتنه د واشنګټن پوسټ، اېبيسي ټلویزیوني شبکې او د نظرپوښتنې فرانسوۍ موسسې ایپسوس له خوا شوې ده.
د دغې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، د ټرمپ د کړنو د تایید کچه د جولای میاشتې پرتله څلور سلنه او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پرتله اته سلنه راټیټه شوې ده.
دا نظرپوښتنه ښيي چې ۷۲ سلنه ځواب ویونکي باوري دي چې امریکا پر ناسمه لار روانه ده او ۶۵ سلنه ګډونوالو ویلي چې له ایران سره جګړه تېروتنه وه.
اقتصادي اندېښنو هم د ټرمپ له حکومته د خلکو نارضایتي زیاته کړې او ۴۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو راهیسې یې مالي وضعیت خراب شوی دی.





