۸صبح، کابل: د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د څارویو ترمنځ د غواګانو د تڼاکو ناروغۍ له چټک خپرېدو سره اوس د ملګروملتونو سازمان د خوړو او کرنې برخې یا فائو د دغې ناروغۍ د واکسین د کمپاین له پيله خبر ورکړی دی.
فائو سه شنبه د تلې پر ۱۲ د افغانستان په لسو ولایتونو کې د څارویو د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د فائو په وینا د څارویو د پوستکي ناروغي یا د غواګانو د تڼاکو په اړه د افغانستان له ۱۴ ولایتونو راپورونه راغلي دي.
له دې مخکې د پروان، زابل او بغلان ولایتونو اوسېدونکو پر دغې ناروغۍ د سلګونه غواګانو د اخته کېدو خبر ورکړی و.