د ځينو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د روژې په رارسېدو د خوراکي توکو بیو له لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وايي چې د روژې میاشتې په لومړیو کې د خوراکي توکو له لوړو بیو سره مخ شوي؛ داسې چې په وینا یې، ډېری کسان وزګار دي. د دغو اوسېدونکو په خبره، د بېوزلۍ او لوږې په پراخېدو، بیکارۍ او د کار نشتوالي بیا خلک له جدي ګواښ سره مخ کړي او په خبره یې، په کار ده چې په دې برخه کې سوداګر او هټۍوال نرمي وښيي او د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي. دا اوسېدونکي وايي چې د افغانستان ګوټ ګوټ کې خلک له لومړنیو توکو سره اشنا دي؛ خو په وینا یې، خپله سبا او بیګا په سپوره ډوډۍ تېروي.
د کابل یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي چې د روژې په لومړیو کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره شوې دي. نوموړی زیاتوي چې د یو «چارک رومیانو په بېه کې له ۵۰ تر ۷۵ افغانیو» ډېروالی راغلی دی. د کابل دا اوسېدونکی وايي: «تور بانجان له ۴۰ افغانیو ۸۰ افغانیو ته، یو وړکی کارتن خرما له ۷۰ افغانیو تر ۱۰۰ افغانیو، یو من پیاز له ۱۵۰ افغانیو ۲۵۰ افغانیو ته او یو من کچالو بیا له ۱۲۰ افغانیو تر ۱۸۰ افغانیو پورې رسېدلې دي.»
دا بیې په بېلابېلو ولایتونو کې توپیر لري او په ځينو ولایتونو کې ښايي تر دې هم لوړې شوې دي. د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو له لوړو بېو اندېښنه ښيي. د بامیان یوه اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې له روژې یوه ورځ وړاندې یو ۱۶ لیتره غوړي له ۱۳۱۰ افغانیو ۱۳۳۰ افغانیو ته، اوړه له ۱۶۰۰ افغانیو ۱۶۳۰ افغانیو ته او د یو من لوبیا بیه بیا له ۸۰۰ افغانیو ۸۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په کابل کې د ۲۹ قلمه خوراکي توکو نرخپاڼه خپره کړې ده. په دې نرخپاڼه کې راغلي چې «د یوې ۴۹ کیلويي بورۍ وطني اوړو بېه ۱۴۵۰ افغانۍ، د یوې ۵۰ کیلوي بورۍ قذاقي اوړو بېه ۱۵۵۰ افغانۍ، روسي مایع غوړي درې بوتله (۱۵ لېتره) ۱۱۶۰ افغانۍ، پاکستانۍ اوله سېله وریژې ۲۴.۵ کیلو ګرامه ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلو کچالو ۲۵ افغانۍ، یو کیلو پیاز ۳۰ افغانۍ، یو کیلو رومیان ۳۰ افغانۍ» ټاکل شوې دي.
بلخوا، د هېواد اوسېدونکي ټينګار کوي چې سوداګر دې په روژه کې د لومړنیو توکو بیې ښکته کړي؛ خو برعکس بيې پورته وړي چې په وینا یې، خلکو ته روژه ګرانوي. د هغوی په خبره، په افغانستان کې سوداګر او هټۍوال په روژه کې د تقاضا له ډېرېدو سره د توکو بیې هم لوړوي.
د کابل اوسېدونکی عیدمحمد وايي: «دا لا د روژې لومړۍ ورځې دي چې بیې لوړې شوې دي. که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي له دې هم د توکو بیې لوړې شي.» نوموړی وايي چې دمګړۍ ډېری اوسېدونکي وزګار دي او له بېوزلۍ کړېږي او په خبره یې، نه شي کولای په روژه کې یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړي.
عزیزالله د بلخ اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د ناوړه اقتصادي حالت او د توکو د لوړې بیې له کبله یې د روژې لپاره خوراکي توکي نه دي پېرلي. د نوموړي په خبره، له سهاره تر ماښامه لوږه زغمي؛ خو په خبره یې، ماښام له خالي دسترخوان سره مخامخ وي چې د خپلو اولادونو مخونو ته نه شي کتلای.
د هېواد د اوسېدونکو په خبره، سره له دې چې خلک د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري؛ خو هټۍوال د نورو اسلامي هېوادونو خلاف په روژه کې د توکو بیې په بې مخینې ډول لوړوي. هغوی ادعا کوي چې په هېواد کې ډېری کورنۍ په روژه ماتي او پېشلمي کې د خوړلو څه نه لري.
د غور اوسېدونکي عبدالاحمد له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ له کبله له یوې مړۍ سپورې ډوډۍ او یوې چاینکې چای پرته نور څه نه لري. نوموړی زیاتوي: «په روژه یا له روژې پرته موږ له دغې سپورې ډوډۍ او یو چاینکې چای پرته نور څه نه لرو. ځینې لا دا وچه ډوډۍ هم نه لري. د غوښې، غوړیو او وريژو یوازې نومونه اورو، موږ خو نه دي خوړلي.»
له دې سره هممهاله، د طالبانو رییسالوزرا محمدحسن اخوند د روژې په مناسبت له هټۍوالو او سوداګرو غوښتي چې په دې میاشت کې د خوراکي او لومړنیو توکو بېې لوړې نه کړي. نوموړي په یو پيغام کې له طالب چارواکو غوښتي چې له سرغړونکو سره چلن وکړي. هغه له سوداګرو غوښتنه کړې چې په روژه کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
دا پیغام داسې مهال خپور شوی چې په وروستیو ورځو کې په کابل، مزارشریف او تالقان ښارونو کې د سړک غاړې توکو یو شمېر پلورونکو د جبري مالیاتو له ټولولو سرټکوي. د هغوی د ادعا له مخې، طالبان په بېلابېلو پلمو له غرفهلرونکو باج اخلي او ځوروي يې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې ویلي چې په دې میاشت کې د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو وګړي په ناورین، وېرې او دربدرۍ کې ژوند کوي.
د هېواد اوسېدونکي داسې مهال په روژه کې د لومړنیو توکو له لوړو بېو سر ټکوي چې بیکاري، بېوزلي او لوږه هم په بېمخینې ډول لوړه شوې ده. د ښځو پر کار بندیز، د پانګۍ تېښته، د کوچنیو سوداګریو ولاړ حالت او د کاري بوختیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې په هېواد کې زرګونه کسان له بېکارۍ سره لاس و ګریوان شي.
په تېر زېږدیز کال کې نړیوال بانک ويلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بیکارۍ کچه دوه برابره شوې ده. دغه بانک د ځوانانو او ښځو ترمنځ د بیکارۍ کچه اندېښمنونکې بللې ده. هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان له یو بېمخینې بشري ناورین سره مخ دی او روان کال ۲۳.۷ میلیونه وګړي چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ زیاته کړې چې د مرستې رسونې ډېری پروګرامونه یې د بودیجې کمښت له کبله له ګواښ سره مخ دي.
دا اندېښنې داسې مهال مخته راغلي چې یو شمېر اوسېدونکي د مرستو په وېشلو کې د طالبانو پر لاسوهنې نیوکه کوي. د هغوی د ادعا له مخې، هغه کسان چې له طالبانو سره تړلي نه وي، ډېر کم یې له بشري مرستو برخمن کېږي.
بلخوا، نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې روان زېږدیز کال کې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۴ کال په پېلېدو د افغانۍ لپاره جریان بدل شوی چې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې رالوېدلې. د فبرورۍ تر پایه د امریکايي ډالر پر وړاندې ۵.۴ سلنه، د یورو پر وړاندې پنځه سلنه، د چینايي ین پر وړاندې ۱۳ سلنه، د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۵.۲ سلنه او د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې بیا ۶.۳ سلنه ټيټه شوې ده.»