«له هېواده تېښته او پاکستان ته تګ مې د ژوند په بیه تمام شو. هېڅوک نه شته د افغان مېرمنې غږ واوري. ټول بنسټونه دروغ وايي. څوک له یوې بېسرپرستې او بېکسه ښځې سره چې د ژوند ستونزو یې لوری لودن ورک کړی، مرسته نه کوي. ملګري ملتونه یوازې یو نوم دی، د افغان کډوالو په برخه کې هېڅ نه کوي. یوازې پیسې اخلي او څوک چې پیسې نه لري تباه دي.»
ویدا شاهان ۲۹ کلنه ښځه او د دریو اولادونو مور ده. د نوموړې مېړه پنځه کاله وړاندې په یوې ترافیکي پېښه کې مړ شو. له هغې وروسته دا ښځه د خپلو اولادنو یوازینۍ سرپرسته شوه.
ویدا شاهان پر زدهکړو د طالبانو له بندیزونو وړاندې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه او هغه معاش یې چې اخیست د خپلو ماشومانو اړتیاوې یې پرې پوره کولې؛ خو د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو او له دندو د ښځينه ښوونکو له شړلو وروسته، اړه شوه چې د خپلو اولادونو د ژوندي پاتېدا لپاره افغانستان پرېږدي.
دا ښوونکې له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «لور مې ۱۶ کلنه ده او زه هم یوازې یم. زوی مې وړوکی دی او نه شي کولای له خپلې خور او مور څخه ملاتړ وکړي. په افغانستان کې هر څه کېدل. ما نارینه نه لاره، که پر کور مې طالب تېری کړی وای او لور مې یې په زور نکاح کړې وای، څه مې له وسه پوره نه و.»
نوموړې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ښو ورځو په هیله ځي، په دې هېواد کې هم د کډوالۍ له ناوړه وضعیت سره مخامخېږي. ویدا ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون یې د بشري حقونو یو بنسټ هم ملاتړ نه دی کړی او په شپږو میاشتو کې توانېدلې نه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره مرکه وکړي.
دا ښوونکې له خپلو ماشومانو سره د پاکستاني پولیسو له چلنده هم شکایت لري. نوموړې وايي: «زوی مې له خپلو ملګرو سره پارک ته تللی و. ماشومانو خبره کړم چې امیر زوی مې پولیسو وړی دی.» شاهان وروسته د کور د مالک په مرسته حوزې ته ځي او ټول شته قانوني اسناد له ځان سره وړي، په دې هیله که ګوندې زوی یې پرېږدي؛ خو پولیس یې پاسپورټ او ویزه قېدوي او اجازه نه ورکوي چې خپل زوی وګوري.
شاهان وايي: «کله چې بېرته کورته راغلم، له ډېرو خلکو سره مې اړیکه ونیوله. زوی مې څه کم ۱۶ کلن دی. هغه نه شوای کړای په زندان کې پاتې شي. هېڅ چا او بنسټ مې مرسته ونه کړه ان ملګرو ملتونو. پاکستاني پولیس د چا خبره نه اوري. هغوی یوازې پيسې پېژني.»
په پاېله کې دا ښوونکې اړه کېږي چې له دریو ورځو وروستو ځان او خپل دوه نور ماشومان هم پاکستاني پولیسو ته تسلیم کړي. نوموړې زیاتوي: «بله چاره مې نه لرله. زوی مې درې ورځې په زندان کې و، له حالته یې ناخبره وم. اړه شوم خپله په خپلو پښو د پولیسو تاڼې ته لاړه شم او ځان له خپلو دوو ماشومانو سره تسلیم کړم.»
پاکستاني پولیسو ویدا شاهان او د هغې ۱۶کلنه او ۵ کلنه لور هم بندي کوي. هغوی اووه ورځې په زندان کې پاتې کېږي؛ خو د ویدا شاهان له زویه هېڅ خبر نه وي. دا مېرمن ادعا کوي چې سپکاوی او ناوړه چلن ورسره شوی او پر دې سربېره، پاکستاني پولیسو نورو ښځو او نجونو ته هم سپکې سپورې ویلې دي. دغه راز نوموړې په زندان کې د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه هم ترخې کیسې لري.
پر خپلو پښو زندان ته تګ د ویدا شاهان د هېڅ درد درملنه ونه کړه؛ ځکه زوی یې په بل زندان کې بندي و. د دغې ښوونکې زوی امیر وايي: «په خونه کې له ډېرو نورو ماشومانو سره بندي وم. ومې نه شمېرل ښايي ۱۵ کسان و. پولیسو دا ماشومان له پارکونو نیولي و. دغو ماشومانو ژړل او ویل یې، کورنۍ یې خبرې نه دي چې دوی بندیان شوي دي.»
پاکستاني پولیسو له اوو ورځو وروسته دا کورنۍ افغانستان ته د شړلو په موخه تورخم دروازې ته استوي. دا ښوونکې وايي چې کله د افغانستان خاورې ته دننه شوه، د طالبانو لومړنۍ پوښتنه دا وه چې «نارینه دې چېرته دی؟»
دا ښوونکې وېرېدلې ده او زوی یې طالبانو ته ویلي: «زه یې نارینه یم، پلار مې مړ شوی دی.» طالب د ویدا زوی په لرګي وواهه. ویدا وايي: «چې پام مې شو له ۱۰ تر ۱۵ طالبان زما او له اولادونو مې راچاپېر شول، یو یې بل ته وايي چې دا ښځې خرابې دي چې د امارت له راتګه وروسته ونه توانېدلې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د پاکستانیانو د عیش لپاره هلته تللې وې.»
دا ښوونکې چې په جبري توګه شړل شوې، او د طالبانو تر بل امر پورې د افغانستان خاورې ته د ننوتو اجازه نه لري، نکل کوي چې په یوه کونج کې کېناسته او د پاکستان د وتلو او افغانستان ته د ننوتو له پنجرې څخه یې د طالبانو د راتلونکي پرېکړې انتظار کاوه.
ویدا وايي: «مشر زوی مې پټ پټ ژړل، لورګانې مې وېردلې وې او ویل چې مورې دا له موږ سره څه کوي؟ کوچنی زوی مې نه غلې کېده. دا چې وېره مې بیخي زیاته وه؛ اوس یې په اړه ډېر څه ویلی نه شم. ما ډېر درد وګاله، افغانه ښځه هر ځای بدبخته ده.»
طالبان له ویدا غواړي پلار یا ورور یې راغواړي څو هغه خپلې کورنۍ ته وسپاري؛ خو ویدا وايي ورور نه لري، پلار یې مړ شوی او مور یې هم زړه او ناروغه ده. طالبان په غوسه چیغې وهي چې هغه «فاحشه» ده او د «فاحشهتوب» لپاره پاکستان ته تللې وه.
دا ښوونکې وايي چې نور یې وس نه و او په ژړا او زارۍ یې پېل وکړ. نوموړې زیاتوي: «زارۍ مې ورته وکړې او په ژړا مې ویل چې زوی مې ناروغ دی، که نن شپه دلته پاتې شو زوی مې درمل نه لري وبه مري. ما او اولادونو ته مې اجازه راکړئ چې لاړ شو. همدې خبرو مې مې د طالب زړه نرۍ کړ او نه پوهېږم څه معجزه وشوه چې ماته یې اجازه راکړه افغانستان ته دننه شم او تذکره یې هم راته راکړه.»
د ویدا ستونزې ختمې شوې نه دي. هغه له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته وکړای شو افغانستان ته دننه شي؛ خو کابل کې هم هېڅ سرپناه نه لري او نه پوهېږي چېرته لاړه شي؟ ویدا شپږ میاشتې وړاندې د خپل کور ټول شته لیلام کړي و. نوموړې زیاتوي: «د تللو لپاره هېڅ ځای نه لرم. یوه ځوانه ښځه له خپلې پیغلې لور سره چېرته تللی شي؟ چاسره پاتې شو او څنګه ژوند وکړو؟» نوموړې دمګړۍ خپله شپه ورځ د مور د یوه خپلوان په کور کې تېروي.