د «افغانستان ډیالوګ» په پنځمه ناسته کې په تېرو پنځو کالو کې د افغانستان کلتور او رسنیو ته د اوښتو زیانونو په اړه بحث شوی دی.
دا ناسته یکشنبه د وږي پر ۸مه «په افغانستان کې کلتوري زوال؛ په تېرو پنځو کالو کې د کلتور او رسنیو د وضعیت ارزونه» تر سرلیک لاندې، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د مولانا د فرهنګي کور له خوا جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کلتور او رسنیو وضعیت ارزول شوی او پر هنر او موسیقۍ لګېدلي محدودیتونه، د رسنیو کمزوري کېدل او د فرهنګیانو او خبریالانو کډوالي یې د اجنډا مهمې برخې وې.
ګډونوالو ویلي چې د افغانستان کلتور له منځه نه دی تللی، خو په تېرو کالو کې کلتوري بنسټونه او جوړښتونه زیانمن شوي او کلتوري فعالیتونه له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.
د هغوی په خبره، پر هنر او موسیقۍ محدودیتونو د دې لامل شوي چې ځينې هنرمندان خپل فعالیتونه ودروي یا نورو کارونو ته مخه کړي.
په دې ناسته کې ویل شوي چې د فعالو رسنیو شمېر کم شوی او ګڼو خبریالانو او د رسنیو فعالانو د محدودیتونو او کاري فرصتونو د نشتوالي له امله افغانستان پرېيښی دی.





