• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

جګړې په جنوب‌لويديځه حوزه کې د نوروز مېلې خوند اخسیتی

۸صبح، کندهار، احمدشاه شاداب

۸صبح، کندهار، احمدشاه شاداب ۸صبح، کندهار، احمدشاه شاداب
۳۰ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616236134]

په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل کې نور کلونه د نوي کال مېلې په خورا جم او جوش سره لمانځل کېدې، خو اوس ناامنیو د خلکو د مېلو مخه نیولې ده او نشي کولای سمسوره او شنو سیمو ته ولاړ شي او د نوروز جشن ولمانځي. په کندهار کې به هر کال د خاکرېز ولسوالۍ د شاه‌ اغا پر زیارت جنډه پورته کېده چې د هلمند، ارزګان، زابل او نورو ولایتونو څخه به سيلانیان ورته راتله خو د تېرو څو کلونو راپه دې خوا په دغه ولسوالۍ کې جګړه ده او خلک د نوروز مېلو ته نشي تلای. په وروستيو کلونو کې د ولایتي چارواکو له لوري د ارغنداب ولسوالۍ په بابا ولي صاحب زیارت کې د جنډې مراسم ترسره کېدل خو سږ کال ارغنداب ولسوالۍ ته هم د جنګ او نا امنیو له امله خلک نه شي تللای.
همدارنګه په هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې هم ځوانان د نوي کال مېلو ته له ښاره وتل او په ولسوالیو کې به یې ځیني دودیزې مېلې تر سره کولې. ارزګان د سویل زون یو له هغه ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې ناسم امنیتي وضعیت، د لارو بندښت او د مېله ځایونو نشتون له خلکو څخه ټولې خوښۍ اخیستي دي. دلته مرکز ترینکوټ کې احسان الله خان او دل اغا اطرافي وايي چې د کال لومړۍ ورځې ته زیات خوشحاله دي؛ خو دا خوشحالۍ ناسم امنیتي وضیعت بېرته ورڅخه اخلي. د دوی په خبره چې مخکې، د کال په لومړۍ ورځ د غرو لمنو هغه چې د پسرلي په موسم کې به په رنګارنګ ګلونو پوښل شوې وې تللو او د خپلو ملګرو سره به مو يوځای یاده ورځ په ډول ډول خوړو او لوبو لمانځله، خو جګړې دې ورستیو کلونو کې هر څه ورڅخه اخیستي دي.
«موږ به هر کال د (باخود) د غره لمنو ته د خپلو ملګرو سره تللو چا به اشپزي کوله، څوک به د غره سر ته ختل، ډېرو بیا په یو میدان کي خوسی، جتي، باړي، دوره، توپ ډنډه او نورې ډول ډول لوبې کولې، د دغه د غره لمنې به د سره او زرغون ګلانو باندې ښکلې وې، ښه سات به مو تېر ؤ، ۳۰،۴۰،۵۰ کسه انډيوالان به سره په اتفاق د مېلې لګښت ورکوه».
د ارزګان د اطلاعاتو کلتور رئیس احمد ځلاند وايي چې، دلته د نوي کال په لومړۍ ورځ ځوانان له ښار څخه بهر غرونو ته وځي او د ښار دننه هم په ځينو پارکونو کې محلي موسيقي وي او ځيني دودیزې مېلې تر سره کېږي.
نوموړی وايي چې د جنوب لويديځ زون وګړي هم د نورو ولایتونو په څېر د مېلو شوقیان دي او دغه ډول ورځې په خورا ښه ډول لمانځي، خو نا‌امنیو یې مخه نیولې ده او اوس ځوانان نشي کولای نورو ولایتونو ته ولاړ شي او یا هم له ښاره بهر مېلې وکړي. کندهار چې د زیاتو ولایتونو څخه ورته د نوروز مېلو لپاره سيلانیان راتلل، دا کال د خلکو د راتلو بهير يې کمرنګه دی، ځکه زیاتې لارې يې نا امنه دي او د کندهار ښار دننه هم مېله ځایونو ته خلک په ډاډه زړه نشي تللی.
د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئیس حکمت الله افغان له ۸صبح سره به خبرو کې وويل، دا چې سږکال د پېړۍ وروستی کال دی لازمه وه چې دغه کال مو په خورا شانداره ډول لمانځلي وای، خو اوس نوروز په غوڼدو باندې لمانځو او د جنډې پورته کولو لپاره کوم ځانګړی پلان نشته، ځکه په هغه سیمو کې چې جنډه پورته کیږي هلته نا امنی ده. ښاغلی افغان وايي، حالاتو ته په کتو یې نوي کال ته امادګي نیولې ده او د نوروز مراسم به د ښار دننه په ښه توګه ولمانځي.
بل لوري ته د زابل د طلاعاتو کلتور رئیس نیاز محمد زیارمل وايي، سږکال به د نوروز جشن د تېرو کلونو په څېر ولمانځل شي، هغه زیاته کړ، لومړی به د ښار دننه د بالاحصار پر غونډۍ د «شيخ متي» پر زیارت جنډې پورته کړل شي او وروسته د نورو کلونو په څېر په ښار کي نیالګي کښېنول شي او ځيني ځانګړي تفریحي او سپورتي پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي. ښاغلي زيارمل وويل، د دې ولایت ځوانانو هم دغه ورځ په شنو سیمو کې په مېلو تېروله خو سږ کال د نا امنیو له امله به دغه مېلې کمرنګه وي او ټول خلک به دودیزي مېلې لکه، غېږ‌نيول، اتڼ کول او نورې مېلې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چي د کندهار والي او امنیتي چارواکو ویلي ؤ چې د نوي کال به رارسېدو سره به هغه سیمې چي له تېرو څو میاشتو راهيسې نا امنه شوي، بېرته د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورشي خو تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.