د افغانستان د سوېلي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو لهخوا له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو د بندیز له لګېدو اته میاشتې تېرې شوې، خو د هېواد بازارونه لا هم له پاکستاني درملو ډک دي چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي. د دوی په وینا، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د پاکستاني درملو د عرضې کچه د پخوا پرتله لوړه شوې ده.
د کندهار ولایت په ځینو درملتونونو کې د د دغه راپور سیمه یېزی موندنې ښيي چې د پاکستاني درملو د وارداتو له بندیز سره سره، دا درمل لا هم د تولید د تازه نېټې په لرلو، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې په پراخه کچه موندل کېږي.
په کندهار کې د درمل پلورنې شرکت یو مسوول وايي، افغانستان ته د پاکستاني درملو د وارداتو له بندیز سره سره لا هم د پخوا په څېر په قاچاقي ډول درمل راوړل کېږي. نوموړی تاییدوي چې په هرو دوو ورځو کې یو ځل لسګونه ټنه درمل له پاکستان څخه د سپینبولدک له لارې په قاچاقي ډول واردوي. د هغه په وینا، د لارې په اوږدو کې پاکستاني پوځیانو او طالبانو ته ټاکلې اندازه پیسې ورکوي او یوه برخه درمل هم ورسره شریکوي چې په دې توګه دغه درمل د افغانستان بازارونو ته رسوي.
دا درملپلورونکی وايي، د شرکت په څېر یې لسګونه نور شرکتونه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې پاکستاني درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي او وروسته یې درملتونونو ته سپاري.
نوموړی وايي: «موږ په هرو دوو ورځو کې یوځل د پاکستاني درملو یو لوی کانټینر د شپې له خوا د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راوړو.»
د درملو د لېږد رالېږد د یوه بل شرکت کارکوونکی چې پاکستاني درمل د سپینبولدک له لارې په قاچاقي ډول د افغانستان، په ځانګړي ډول د سوېلي سیمو بازارونو ته لېږدوي، وايي چې دغه درمل لا هم د پخوا په څېر هېواد ته واردېږي؛ خو په اصل کې د دې حالت زیان عامو خلکو ته رسېږي.
دا درمل پلورونکی وايي، هغه درمل چې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي، د لارې په اوږدو کې خپل کیفیت له لاسه ورکوي او بیې یې هم د پخوا پرتله ۶۰ سلنه لوړې شوې دي.
هغه زیاتوي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې پرانیستې وې، له پاکستان څخه تر سپینبولدک ولسوالۍ پورې په باروړونکې موټر کې د درملو د یوه بار د لېږد لګښت له ۶۰ زرو څخه تر ۸۰ زرو پاکستاني کلدارو پورې و. خو د رسمي لارو د تړل کېدو او د قاچاقي لارو تر محدودېدو وروسته، اوس د یوه کانټینر درملو د لېږد لګښت له پاکستان څخه تر سپینبولدک پورې ۸۰۰ زره پاکستاني کلدارو ته رسېدلی دی. نوموړی وايي چې د لېږد ټول دا لګښتونه هم د درملو د هماغه بار پر بیو ورزیاتېږي.
هغه زیاتوي، دا درمل پر قاچاقي لارو د لېږد له امله د لارې په اوږدو کې د اوږدې مودې لپاره د لمر تر وړانګو لاندې پاتې کېږي چې له امله یې کیفیت خرابېږي. سربېره پر دې، د قاچاق لګښتونه هم د دغو درملو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو درملو د بیو لوړوالی او د کیفیت ټیټوالی
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د درملو د یوه شرکت غړی وايي چې اوسمهال د هلمند د بهرامچې او د کندهار د سپینبولدک له لارو په خورا پراخه کچه درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي. هغه زیاتوي، په بازارونو کې د درملو بیې د پخوا پرتله لوړې شوې او خلک ناچاره دي په لوړه بیه یې واخلي.
دغه سوداګر وايي: «د افغاني درملو کیفیت تر پخوا ډېر خراب شوی او بیې یې هم د پاکستاني درملو په اندازه لوړې شوې دي. په پایله کې خلک اړ کېږي چې د افغانستان د تولید شویو درملو پر ځای پاکستاني درمل واخلي؛ ځکه د افغاني درملو پرتله د پاکستاني درملو کیفیت ښه دی، په داسې حال کې چې د دواړو بیې نږدې یو شان دي. که په لنډه توګه ووایم، اوس پاکستاني درمل د هلمند او کندهار ولایتونو له لارې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېږي او د افغانستان تر نیمايي سیمو پورې رسېږي. ټول لوړپوړي چارواکي هم له دې موضوع خبر دي.»
د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له لورې د درملو په قاچاق کې لاسوهنه
همدارنګه، یو موټرچلوونکی چې د هلمند د بهرامچې له لارې د درملو بارونه په قاچاقي ډول افغانستان ته لېږدوي، وايي چې خپله یې څو ځله پاکستاني درمل په باروړونکو موټرو کې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړي دي.
نوموړی وايي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو د قاچاق په لېږد کې لاس لري. د هغه په وینا، د بېلابېلو توکو د لېږد په بدل کې له هر باروړونکي موټر څخه د ۷۰۰ زرو او ۸۰۰ زرو پاکستاني کلدارو ترمنځ پیسې اخیستل کېږي.
دا موټرچلوونکی زیاتوي چې په کابل کې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي خپل نږدې پوځي کسان په سرحدي سیمو کې پر دندو وګوماري. د هغه په وینا، د دغو ځواکونو د ګومارنې په بهیر کې د محمدحسن اخوند او عبدالغني برادر په دفترونو کې ځینې کسان ونډه لري.
نوموړی وايي، په سرحدونو کې عادي طالب جنګیالي عموماً ګرځنده ټیلیفونونه نه لري او د اړوندې امنیتي پوستې د قوماندان د لارښوونې له مخې، له قاچاقبرانو څخه اخیستل شوې پیسې په مستقیم ډول ترلاسه کوي.
هغه ټینګار کوي، هغه کسان چې د طالبانو لهخوا د غوښتل شویو پیسو له ورکړې ډډه کوي، نیول کېږي او توکې یې هم ګمرک ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو د هېواد په بازارونو کې د پاکستاني درملو د بیو له لوړېدو شکایتونه کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر دوه میاشتې مخکې په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ومنله چې د پاکستان څخه درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي. هغه ویلي و چې له پاکستانه افغانستان ته د درملو واردول په کلکه منع دي او چا ته د دې کار اجازه نه ورکول کېږي؛ خو په ورته وخت کې یې ومنله چې ځینې کسان په ناقانونه ډول درمل راوړي.
افغانستان ته د پاکستاني توکو قاچاق یوازې تر هلمند او کندهار پورې محدود نه دی، بلکې دا بهیر د زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو له لارو هم دوام لري.





