په کندهار کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له ښار سره نږدې څو ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چي له امله یې په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او ترڅنګ یې په درېیو ولسوالیو کې ۳۷ ښوونځي تړل شوي دي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي چي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې۱۰، په ژړۍ کې ۱۳ او په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۴ ښوونځي تړل شوي دي.
نوموړی وايي چې پلان لري د امنیت په راتلو سره دغه ښوونځي بیا فعال او د سیمې اوسېدونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوې لیسې مدیر احسان الله وايي چې ورځ تر بلي مو د جګړې له امله د زده کوونکو په شمېر کې کموالي راځي.
نوموړی وايي چې زیات شمېر خلک له پنجوايي او نورو ولسوالیو څخه ښار ته کډه شوي خو هلته د زده کړو زمینه ورته برابره نه ده.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې لیسې زده کوونکي وايي چې ښوونځي ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو امنیتی ستونزو او جګړو سره مخامخ کېږي.
له بلې خوا، د کندهار والي روح الله خانزاده وايي چې په سیمه کې د وسله والو د ځپلو په موخه پوځي عملیات روان دي او ډېر زر به په ارغنداب ، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي.
والي وايي، هغه ښوونځي چې د جګړې له امله زیانمن شوي د عملیاتو په پاي ته رسېدو سره به یې د بیا رغولو کار پيل شي.
په کندهار کې د ټولو ښوونځيو شمېر ۴۹۰ دی، چې ۳۴۷ یې فعال دي او نور د ناامنۍ او د امکاناتو د نشتوالي له امله تړلي دي.
د کندهار د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، په غورک، ریګستان، شورابک، نېش، معروف او خاکرېز ولسوالیو کې له تېرو څو کلونو راهیسې هیڅ ښوونځی فعال نه دی.