• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو تر سیوري لاندې پنځه کاله؛ کورنۍ د خپلو ماشومانو د لیدلوري او چلند د بدلون په تړاو اندېښنه څرګندوي

۸صبح ۸صبح
۲۱ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786555811]
AFP

AFP

د طالبانو د واکمنۍ  له پنځمې کلیزې سره هممهاله، یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د فکر، چلند او هیلو د بدلېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، ښوونیزو محدودیتونو، د اقتصادي ناورین دوام، د ټولنیزو فرصتونو کمښت او پرهېواد واکمنې فضا په تېرو پنځو کلونو کې د دوی د اولادونو د فکر کولو پر څرنګوالي او د راتلونکې په تړاو د هغوی پر لید اغېز کړی دی. د دوی په وینا، د ناهیلۍ زیاتوالی، زده‌کړو ته د لېوالتیا کمېدل، تاوتریخوالي ته د ځینو ماشومانو مخه کول او د ښځو په تړاو د محدودوونکو لیدلورو رامنځته کېدل هغه مهم بدلونونه دي چې په وروستیو کلونو کې یې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې شاهدان دي.

۸صبح ورځپاڼې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له میاشتي د چنګاښ تر پایه د غزني، بدخشان او پنجشېر ولایتونو له یو شمېر کورنیو سره خبرې کړې دي. دغه کورنۍ وايي، ځینې ماشومان تر پخوا ډېرې وسلې او د ځواک نښې نښانې خوښوي او ځینې نورو په ځانګړې توګه نجونو له زده‌کړو د محرومیت او د راتلونکو فرصتونو د محدودېدو له امله خپلې هیلې له لاسه ورکړې دي. دوی همداراز وايي، د ښځو پر وړاندې لګېدلو محدودیتونو د ځینو هلکانو پر فکر هم اغېز کړی او د کورنۍ د ښځینه غړو په تړاو یې د هغوی لیدلوری بدل کړی دی.

د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې میلیونونه ماشومانو د خپل ژوند د ودې تر ټولو حساس کلونه په داسې فضا کې تېر کړي چې د زده‌کړو له محدودیتونو، ټولنیزې انزوا او د راتلونکې په تړاو له ناڅرګند راتلونکې سره مله ده. نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته له دوام ورکولو محرومې پاتې شوې دي او ډېری کورنۍ وايي، اقتصادي ستونزو هم د یو شمېر هلکانو لپاره د زده‌کړو دوام ستونزمن کړی دی. اوس پوښتنه دا ده چې هغه ماشومان چې نن په داسې شرایطو کې لویېږي، په راتلونکې کې به د افغانستان د ټولنې په جوړولو کې څه رول ولري.

په غزني ولایت کې  یوه مورشمسیه، وايي چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د هغې د اولادونو پر فکر او چلند ژور اغېز کړی دی. د نوموړې په وینا، د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې د ماشومانو اصلي اندېښنه زده‌کړه، لوبې او خپلو هیلو ته رسېدل وو؛ خو اوس هغه محدودوونکي چلندونه او فکرونه چې په ټولنه کې خپاره شوي، د کور په چاپېریال کې هم ښکاره کوي. نوموړې زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو سره یې د خپلې خور په تړاو د زامنو لیدلوری هم بدل شوی دی.

شمسیه وايي: «پنځه کاله مخکې زما اولادونه له یو بل سره مهربانه وو، زده‌کړه یې کوله او پر ژوند بوخت وو. ان د لوبو پر مهال به یې خپلې خور ته ویل چې تا پارلمان ته رسوو او باید وکیله شې. خو اوس د نجونو د زده‌کړو د بندېدو له امله تل ورته وايي چې باید واده وکړې، چادري دې سمه واغوندې، له کوره مه وځه او له ټېلیفون او انټرنېټه ډېر کار مه اخله؛ ځکه د یوې مسلمانې نجلۍ لپاره دا عیب دی. دا ټول هغه پایله ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته رامنځته شوي وضعیت پیدا کړې ده. هغه ماشوم چې تر پرون یې داسې فکر نه درلود، نن خپلې خور ته لارښوونې کوي.»

د ماشومانو د فکر د بدلون اندېښنه یوازې دې کورنۍ پورې محدوده نه ده. نورې کورنۍ هم په وروستیو کلونو کې د خپلو اولادونو د چلند او لیدلوري د بدلون خبره کوي.

د غزني ولایت یوه بله اوسېدونکې آمنه وايي چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د هغې د اولادونو پر فکر او چلند اغېز کړی دی؛ داسې چې زامن یې تر پخوا ډېر وسلې او «فدایۍ کېدل» خوښوي، په داسې حال کې چې لوڼې یې له ناهیلۍ، خپګان او د راتلونکې په تړاو د انګېزې له نشتوالي سره مخ دي.

نوموړې زیاتوي چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې اولادونه په پرانیستي فضا او له ډېرو هیلو سره لویېدل او داسې بدلونونه یې په منځ کې نه لیدل کېدل.

آمنه وايي: «د جمهوریت له سقوط مخکې د غزني ښار خلکو ورو ورو پراخ فکر پیدا کړی و؛ خو د نظام له سقوط وروسته وضعیت بدل شو او دې حالت پر ماشومانو هم اغېز وکړ. اوس زما د لور په ګډون ډېرې نجونې له خپګان سره مخ دي. که څه هم ځینو یې کاروبارونه پیل کړي او یا یې د خیاطۍ او ګنډلو په څېر هنرونو ته مخه کړې، خو هېڅ یوه یې نه ده توانیدلې چې هغه د تبعیض احساس له منځه یوسي چې په تېرو پنځو کلونو کې ورباندې تحمیل شوی دی.»

نوموړې چې ښوونکې ده، دغه وضعیت د ټولنې د راتلونکې لپاره اندېښمنوونکی بولي او وايي: «یو نسل د ودې په حال کې دی چې معلومه نه ده کوم لوري ته به لاړ شي. هغه ماشومان چې نن په افغانستان کې لویېږي، یوازې سیاسي بدلونونه نه ویني، بلکې دغه بدلونونه د دوی د فکر کولو، هیلو، پر ځان باور او ټولنې ته د هغوی پر لید هم اغېز کوي.»

په بدخشان کې هم کورنۍ د ماشومانو د هیلو او ذهنیت د بدلون په تړاو اندېښنه څرګندوي.

په بدخشان ولایت کې یوه مور مروه وايي هغه ماشومان چې مخکې به یې د ډاکټر، ښوونکي او ان ولسمشر کېدو د هیلو خبرې کولې، اوس د حاکم وضعیت تر اغېز لاندې د راتلونکې په تړاو بېل فکر او هیلې لري. د هغې په وینا، دا بدلون یوازې په لویو ماشومانو کې نه لیدل کېږي، بلکې پر کوچنیانو یې هم اغېز کړی دی.

مروه وايي: «رښتیا هم د حکومت له بدلون وروسته د ماشومانو فکر بدل شوی دی. ان هغه ماشوم چې دوه یا درې کلن وي، د خپل چاپېریال تر اغېز لاندې راغلی دی. کله چې ترې پوښتنه وشي چې په راتلونکې کې څه کېدل غواړي، ځینې وايي طالبان یا د امر بالمعروف مامور. هر کله چې د ډزو یا ان د پټاقۍ غږ واوري، ماشومان یو بل ته وايي چې طالبانو برید وکړ یا پاکستان یې وواهه. دا ښيي چې د ماشومانو ذهنونو ته د جګړې او تاوتریخوالي فضا ننوتې ده.»

د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې یوه بله مور ذکیه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ماشومانو د فکر بدلون او د هویت جوړېدو د افغانستان راتلونکی اندېښمنوونکی کړی دی. د هغې په وینا، که دا بهیر دوام وکړي، امکان لري چې یو شمېر دغه ماشومان په راتلونکې کې تر طالبانو لا سخت دریځو ډلو ته مخه کړي.

نوموړې وايي: «هغه ماشومان چې د افغانستان راتلونکې به جوړوي، نن د پخوا پرتله په بېل ذهنیت لویېږي. زما زوی چې دیني مدرسې ته ځي، کله ناکله په کور کې راته وايي ټيکرۍ دې سم پر سر کړه او له نارینه‌وو حیا وکړه؛ په داسې حال کې چې زه یې مور یم. دا ډول فکر زما لپاره اندېښمنوونکی دی او ښيي چې د ټولنې حاکم وضعیت د ماشومانو پر ذهنیت اغېز کړی دی.»

په پنجشېر ولایت کې یو پلار امیر (مستعار نوم) هم وايي چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ په دغه ولایت کې د ماشومانو لرلید لا تیاره کړی دی. د نوموړي په وینا، که څه هم یو شمېر ماشومان لا هم ښوونځیو ته ځي، خو د زده‌کړو د کیفیت ټيټوالی، اقتصادي ستونزې او د زده‌کړو د محدودیتونو دوام، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د زده‌کړې فرصتونه او راتلونکې ته هیلې کمې کړې دي.

هغه وايي: «نن د پنجشېر د ماشومانو راتلونک د پخوا په څېر روښانه نه دی. ډېری کورنۍ د بېوزلۍ له امله د خپلو اولادونو د زده‌کړو لګښتونه نه شي ورکولای او یو شمېر ماشومان له همدې امله له زده‌کړو پاتې کېږي. نجونې هم له شپږم ټولګي وروسته د زده‌کړو د دوام اجازه نه لري. دې وضعیت ډېری ماشومان دې ته اړ کړي چې د خپلې راتلونکې په تړاو ناهیلي شي او هیلې یې تر پخوا محدودې شي.»

په همدې حال کې، یو شمېر ماشومان ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې که څه هم کورنۍ یې زده‌کړو ته هڅوي، خو د خپلې راتلونکې لپاره د زده‌کړو د اغېز په اړه یې شکونه پیدا شوي دي. دوی وايي، په داسې ټولنه کې چې د دوی په باور ځواک او وسله تر پوهې ډېره ارزښت لري، د زده‌کړو د دوام انګېزه نه پیاوړې کېږي.

په غزني ولایت کې یو ماشوم سخي‌احمد وايي چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هیله لرله زده‌کړه وکړي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي؛ خو اوس یې د راتلونکې په اړه فکر بدل شوی دی. هغه وايي: «مخکې مې فکر کاوه که زده‌کړه وکړم، کولای شم خپل هېواد ته خدمت وکړم او خپلو هیلو ته ورسېږم؛ خو اوس وینم هغه کسان چې کلونه یې زده‌کړه کړې، د هغو کسانو تر واک لاندې دي چې ډېره یې په مدرسو کې زده‌کړه یې کړې ده. دې وضعیت پر دې زما باور کم کړی چې زده‌کړه د انسان راتلونکی بدلولی شي.»

له دې سره هممهاله، یو شمېر ټولنپوهان خبرداری ورکوي چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پایلې یوازې د زده‌کړو په محرومیت پورې نه محدودېږي، بلکې د نوي نسل پر هویت، فکر او ټولنیزې ودې یې هم اغېز کړی دی.

یو ټولنپوه ضیا نیکزاد وايي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له ژورو سیاسي، ښوونیزو، کلتوري او ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوی او ماشومان له هغو ډلو دي چې تر ټولو ډېریې د دغو بدلونونو اغېز تجربه کړی دی.

د هغه په وینا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل، د ښوونیز نصاب بدلون او د دیني زده‌کړو ډېرېدو د ماشومانو د زده‌کړې فرصتونه محدود کړي دي. هغه زیاتوي چې دغه وضعیت یوازې نجونې نه، بلکې هلکان هم د نننۍ زمانې له اړتیاوو سره د برابرې زده‌کړې له فرصتونو محروم کړي دي.

نیکزاد وايي: «هغه ماشومان چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لوی شوي، له پخوانیو نسلونو سره توپیر لري. هغوی په داسې چاپېریال کې وده کوي چې ارزښتونه، فکرونه او ټولنې ته د کتلو طرز پکې بدل شوی دی. پخوا نجونو او هلکانو د زده‌کړو برابر فرصتونه درلودل، په ټولنه کې د ښځو حضور ډېر و او ډېری خلکو د هېواد راتلونکي او پرمختګ ته هیله لرله؛ خو نن دا لیدلوری د پام وړ بدل شوی دی.»

د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان په داسې شرایطو کې لوی شوي چې زده‌کړې، ټولنیز فرصتونه او د هغوی د راتلونکي تصویر د پخوانیو نسلونو پرتله بدل شوی دی. دغه ماشومان به په نږدې راتلونکو کلونو کې پوهنتونونو، د کار بازار او د پرېکړو ډګرونو ته لار پیدا کړي او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې به رول ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم مخکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د روان ناورین له پایلو یې د ماشومانو د ساتنې غوښتنه کړې وه.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791831090]
ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله
بهرني خبرونه

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791826700]
په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته
خبرونه

په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791823939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.