د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د جیبوتي په ساحلي اوبو کې د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته، د کډوالۍ لپاره د خوندي او قانوني لارو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
ګوتېرېش دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه په اېکس کې لیکلي چې په دې پېښه کې ځينو کډوالو ژوند بایللی او ځينې نور لادرکه دي.
نوموړي دا پېښه د نه منلو وړ بللې او ټینګار یې کړی هر هغه انسان چې د غوره ژوند په لټه دی، د امنیت او کرامت لایق دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې د کډوالۍ لپاره دې قانوني او خوندي لارې برابرې شي څو له ډېرو تلفاتو مخنیوی وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، له جیبوتي څخه یمن ته پر لاره د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۱۳۹ کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، په دې کښتۍ کې چې څه باندې ۳۰۰ کسان سپاره و، ۸۴ یې نادرکه دي او د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.





