۸صبح، میدان وردګ: میدان وردګ کې ځينې سېلاب ځپلي وايي، چې طالبان له هغوی سره د مرستو او ستونزو د هواري پرځای ترې عشر او زکات غواړي.
هغوی یکشنبه د زمري پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، چې تېرو درېیو ورځو کې د شدیدو ورښتونو له کبله د دغه ولایت په ځينو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې د سر او مال زیان اړولی دی.
د وردګ د سیداباد ولسوالۍ پاینده خېل کلي کې یوه سرچینه وايي، چې نن سهار دغه کلي ته د طالبانو پنځه کسیز پلاوی ورغلی؛ تر څو د هغوی وضعیت وارزوي.
سرچینه زیاتوي، د دغه کلي اوسېدونکو تمه لرله، چې پلاوی به کلي ته اوښتی زیان وارزوي او له سېلاب ځپلو سره به مرسته وکړي؛ خو پلاوي سېلاب ځپلو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، چې عشر او زکات ورکړي.
سرچینې زیاته کړې، چې له دې غوښتنې سره د سیمې اوسېدونکي پارېدلي او له پلاوي یې غوښتي، له کلي ووځي.
تېرو درېیو ورځو کې د شدیدو ورښتونو له کبله د دغه ولایت په ځينو سیمو کې سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې درې کسان مړه شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.