۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیواېفپي ویلي چې د روان کال له مې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې د هېواد شاوخوا ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وو.
دغه بنسټ جمعه د تلې پر ۲۰مه د سپټمبر میاشتې راپور خپور کړی او په وینا یې، د ۲.۸ میلیونه ماشومانو په ګډون چې عمرونه له پنځه کلونو کم دي، ۳.۹ میلیونه کسان، له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
همداراز ۲.۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
د راپور له مخې، په ټولیز ډول روان کال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳.۷ میلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر نوي قانون ته په اشارې ويلي چې دغه بنسټ د نړیوالو بشردوستانه فعالیتونو په هکله د دغې ډلې د ډېرې څارنې شاهد دی.
په راپور کې څرګنده شوې ده: « که څه هم د خوړو نړیوال پروګرام فعالیتونه د پام وړ اغېزو لاندې نه دي راغلي، خو دا بنسټ په فعاله توګه د خپلو کارمندانو، شریکانو او برخهوالو د ساتنې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.»
د دغه نړیوال بنسټ په وینا، د افغانیو د ارزښت د لوړېدو او موسمي بارانونو له کبله په هېواد کې د خوراکي توکو خوندیتوب د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، د کار کچې ټيټوالى، د عايداتو کمښت او د کروندګرو محدود لاسرسى لا هم په هېواد کې د ستونزو په توګه پاتې دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
دغې ډلې د ښځو تر څنګ د تېر جمهوري نظام ډېر شمېر نارینه کارکوونکي هم د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ له خپلو دندو ګوښه کړي دي.
تېره اوونۍ هم د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لوږې د پای ته رسونې لپاره باید د خلکو پر خپلو وړتیاوو پانګونه وشي.





