۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیواېفپي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لوږې د پای ته رسونې لپاره باید د خلکو پر خپلو وړتیاوو پانګونه وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا موضوع سهشنبه د تلې پر ۱۷مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي ده.
نوموړي نړیوال سازمان زیاته کړې چې په هېواد کې د بیړنیو حالاتو پرمهال د کورنیو د ژوندي پاتې کېدو په موخه خوراکي توکي او نغدې پیسې برابروي.
دوه ورځې مخکې هم دغه بنسټ ویلي و چې د روان کال له پېل راهیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نږدې څلور میلیونه کسانو نغدې پیسې ترلاسه کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د دې مرستو نیمایي ترلاسهکوونکي ښځې دي.
د يادونې ده چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېد وروسته د کار نشتوالي له کبله د کورنيو اقتصاد زیانمن شوی او شدیدو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.





