۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اکټوبر میاشتې خپل راپور خپور کړی او لیکلي دي چې راروان ژمی ۱۴.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي بنسټ دوشنبه د لړم پر ۲۱مه په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو توکو ناامني د ۲۰۲۳ کال په پرتله کمه شوې ده.
د بیان پر بنسټ، د ژمي په رانږدې کېدو سره د خوړو نړيوال پروګرام د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خپلو پام وړ سرچینو څخه ۸۵ سلنه برابر کړي دي.
د بیان له مخې، دغه نړیوال بنسټ په هېواد کې د ۶.۲ میلیونو زیانمنو شویو خلکو د خوړو خوندیتوب لپاره د ژمنیو مرستو لړۍ پراخوي.
د دغه سازمان په وینا، تر اوسه له ۲.۶ میلیونه اړمنو کسانو سره مرسته شوې ده.
د روان کال له پېله تر اکټوبر میاشتې پورې شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه خلک د خورو توکو له کمښت سره مخ وو.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه بنسټ په افغانستان کې له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۸۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په بیان کې څرګنده شوې چې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په موسم کې د اړمنو کسانو د لاسنیوي په موخه ۵۲ زره ۶۱۰ ټنه خوراکي توکي د هغو ولایتونو ۱.۵ میلیونه خلکو ته چې د شدیدې واروې ورېدنې شاهدان دي، استولي دي.
بدخشان، بامیان، غور او دایکندي ولایتونه د خوراکي توکو د استولو لپاره د دغه نړیوال سازمان په لومړیتوب کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به شاوخوا ۳.۵ له پنځو کلونو کمعمرونه ماشومان او ۱.۱۵ میلیونه امېندواره او شیدېورکونکي میرمنې له سختې خوارځواکۍ څخه وکړېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون ته په اشارې زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب د دغه بنسټ لومړیتوب دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقلیمي ناورین «یو تریخ واقعیت» بللی و.





