د هرات یوه ځوانه نجلۍ مریم (مستعار نوم) وایي، چې کورنۍ یې د هغې له خوښې پرته یوه داسې سړي ته نکاح کړې، چې له هغه سره واده کولو ته لېوالتیا نه لري. د مریم په وینا، کله چې یې د کورنۍ له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ، سخته وهل ټکول شوې او له کوره بهر یې تګ راتګ هم محدود شوی دی. هغه همداراز تاییدوي، چې تر اوسه یې دوه ځله د ځانوژنې هڅه کړې؛ خو کورنۍ یې دواړه ځله روغتون ته لېږدولې او له مرګه یې ژغورلې ده.
مریم وایي، د کانکور په ازموینه کې تر بریالیتوب او د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي ته تر لار موندنې وروسته یې کورنۍ اجازه ورنه کړه چې زدهکړې پیل کړي. هغه د خپلې کورنۍ غبرګون داسې بیانوي: «ژورنالېستي؟ چې څه؟ زموږ د عزت پر سر پښې کېږدې؟ د تګ اجازه نه لرې، نجلۍ!» هغې وروسته په یوه انسټیټیوټ کې نوملیکنه وکړه او د نرسنګ زدهکړې یې پیل کړې؛ خو د هغه ښوونیز مرکز په تړل کېدو سره دا فرصت هم له منځه ولاړ.
د مریم په وینا، په همدې موده کې د واده کولو لپاره د کورنۍ فشارونه پرې زیات شول. نوموړې له یوه بل کس سره مینه درلوده؛ خو کورنۍ یې د هغه کس د خراب اقتصادي وضعیت له امله له دې انتخاب سره مخالفت وکړ اوله بل سړي سره یې د دې د واده غوښتنه وکړه.
مریم وایي، د ۲۰۲۶ کال د جون پر شپږمه د کورنۍ دوه نږدې کسان ورغلل او ترې ویې پوښتل: «ستا د نفس وکیل څوک دی؟» هغه وایي، په هغه شېبه کې پر موضوع نه وه خبره او یوازې یې د خپل پلار نوم یاد کړ. وروسته پوهه شوه، چې په همدې ورځ یې نکاح تړل شوې ده. د هغې په وینا، هغه سړی هم په مراسمو کې حاضر نه و، چې ټاکل شوې وه د هغې مېړه شي.
مریم وایي، تر دې مخکې یې څو ځله له دې واده سره خپل مخالفت څرګند کړی و او له کورنۍ یې غوښتي وو، چې لږ تر لږه یو ځل له هغه سړي سره د خبرو اجازه ورکړي، چې دوی ورته ټاکلی و؛ خو غوښتنه یې ونه منل شوه.
هغه زیاتوي: «زه راضي نه وم! هر څومره مې چې ژړل، ګټه یې نه کوله. سره له دې چې زړه مې له بل چا سره و، له بل سړي سره مې په زور نکاح وتړل شوه. کله چې مې دا خبر واورېد، نړۍ راته تیاره شوه.» د مریم په وینا، له نکاح وروسته یې هم خپل مخالفت ته دوام ورکړ.
مریم وایي، کله یې چې هغه سړي ته وویل، چې ورسره د واده کولو لېوالتیا نه لري، کورنۍ یې خبره شوه او هغه یې ووهله او وټکوله. له دې وروسته یې تګ راتګ محدود شو، ګرځنده ټیلیفون یې ترې واخیست او له خپلو خورلڼو سره یې د لیدو اجازه نه درلوده. مریم همداراز ادعا کوي، چې ان روغتون ته د تګ او د خپل ټپي لاس لپاره د فزیوتراپۍ د درملنې په موخه هم له محدودیتونو سره مخ وه.
مریم وایي، د جبري نکاح له امله یې ان د ځانوژنې پرېکړه کړې وه. هغه زیاتوي، چې د روان زېږدیز کال د جولای پر شپږمه یې د ځانوژنې هڅه وکړه؛ خو کورنۍ یې روغتون ته ولېږدوله او له مرګه وژغورل شوه.
هغه وایي، کور ته تر بېرته ستنېدو وروسته هم تاوتریخوالی او محدودیتونه روان وو. مریم د ځانوژنې د یوې بلې هڅې یادونه هم کوي، چې د هغې په وینا، له ۱۵ ورځو بندیزونو او محدودیتونو وروسته یې کړې وه او له امله یې یو ځل بیا روغتون ته ولېږدول شوه.
مریم وایي: «کله چې مې سترګې پرانیستې، بیا هماغه ځلېدونکې رڼا وه، بیا د درملو بوی او د خلکو د تګ راتګ شور و. سخت عصبي ټکان مې تېر کړی و، خو لا هم مې ساه اخیسته.» هغه زیاتوي، چې کورنۍ یې اوس د داسې مراسمو د جوړولو تیاری نیسي، چې دوی یې کوژده بولي؛ خو هغه له دې وضعیت سره موافقه نه ده او لا هم د واده منلو لپاره تر فشار لاندې ده. هغه نه پوهېږي، چې له دې وضعیته د خلاصون لپاره چېرته لاړه شي او څوک به یې غږ واوري.
مریم وایي: «داسې څوک نشته، چې زما غږ واوري. نه پوهېږم د خلاصون لپاره د چا دروازه وټکوم، چې څوک راته ووایي، راشه.»
مریم وایي، غوښتنه یې دا ده، چې مخالفت یې جدي وګڼل شي او وکړای شي له تاوتریخوالي او جبر پرته د خپل ژوند او راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.





