۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو ۵۵۷ کورنۍ چې ټولټال دوه زره او ۸۶۴ افغان کډوال کېږي، افغانستان ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت يکشنبه د چنګاښ پر ۲۱مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې د تورخم له لارې ۵۱۴ کورنۍ، چې دوه زره او ۶۴۰ کسان پکې شامل دي، هېواد ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۴۰ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک او درې نورې کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دوه ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د بوديجې کمښت روغتيايي خدمتونو ته د ميليونونو کسانو لاسرسی له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.





