۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۵۴۱ کورنۍ چې شمېر یې ۲ زره او ۹۳۴ کسانو ته رسېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سه شنبه د زمري پر ۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې ډېری دغه کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د اعلامیې له مخې، ۴۳۳ کورنۍ چې ۲ زره او ۴۰۲ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۵۵ کورنۍ چې ۳۲۱ کسان پکې شامل دي، د کندهار ولایت د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همداراز، ۳۵ کورنۍ چې ۱۲۵ کسان پکې شامل دي، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې او ۱۸ کورنۍ چې ۶۸ کسان پکې شامل دي، د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په ځلونو د کډوالو د جبري ستنولو د بشري پایلو او په افغانستان کې پر محدودو خدمتونو او امکاناتو د فشار په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.





