۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۲۴۳ کورنۍ چې ۱۲۰۷ کسان پکې شامل دي، له بېلابیلو لارو افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چهارشنبه د وږي پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۲۱۳ کورنۍ چې ۱۱۶۷ کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۲ کورنۍ د سپینبولدک له لارې او ۱۸ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو پراخې راستنېدنې په افغانستان کې پر محدودو سرچینو او نازک اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.
بلخوا، ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه له له یوه پراخ ناورين سره مخ دی.





